د نیوزیلنډ جوماتونو کې برید کوونکي پاکستان کې څه کول؟

پاکستان کې د برینټن ټیرانټ اوسېدو په اړه ضد او نقیض خبرې کېږي

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، پاکستان کې د برینټن ټیرانټ اوسېدو په اړه ضد او نقیض خبرې کېږي
    • Author, محمد زبیر خان
    • دنده, خبریال

بي بي سي ته معلومه شوې چې د نیوزیلنډ جوماتونو برید کې تورن سړی برينټن ټارانټ چې اسټرالیا کې زېږېدلی، تېر کال اکتوبر کې پاکستان ته سفر کړی و.

ویل کېږي نوموړی پنځلس یا شپاړلس ورځې د پاکستان شمال ګلګت بلتستان بېلا بېلو سیمو کې د سیل په موخه ګرځيده.

رپوټونو کې ویل شوي پاکستاني چارواکو د مارچ پر ۱۷ مه د سیمې له هوټلونو داسې اسناد تر لاسه کړي چې ښيي نوموړي په دې هوټلونو کې شپې تېرې کړې.

د معلوماتو له مخې، ټارانټ تر ډېره داسې حال کې لیدل کېده چې د اړتیا وړ څېزونه یې د اوږې بېک کې ګرځول، په ځايي ټرانسپورټ کې یې سفر کاوه او د لارښود خدمتونو تر لاسه کولو پر ځای په خپله مخه ګرځید.

ویل کېږي ټارانټ ګلګت کې د اسعارو بدلون له دوو دکانونو ۲۳۰۰ امریکايي ډالرو پاکستاني روپیو ته اړولي دي او چارواکو اوس دغه ریکارډ هم تر لاسه کړی دی.

ځايي خلک وايي:

''زموږ لپاره د نورو سیلانیانو په څېر و، خپل بېک یې پر خپله اوږه راوړ، رویه یې دوستانه وه، له خلکو سره یې خبرې کولې، د غرونو او سیمې معلومات یې غوښتل، د ځايي دود، دستور خبرې یې کولې، د ورزشکارو په څېر بدن یې و او له هر چا سره یې د خبرو هنر زده و. ''

ټیرانټ

د عکس سرچینه، FACEBOOK

دوی وايي، ''هغه به ویل، دلته تر ټولو ارزان بیه هوټل پسې ګرځم، زه په داسې هوټل کې شپه تېروم چې ارزان بیه وي، په اسانتیاوو پسې یې سر نه ګرځوم. ''

د ده په تړاو د یوه هوټل پر خواله رسنۍ پاڼه یو پیغام هم لیکل شوی و، چې داوس لرې کړل شوی دی، خو د پیغام تصویر لا هم پر خواله رسنیو لاس پر لاس کېږي.

په دغه پیغام کې لیکلي:

''زه برینټن ټارانټ نومېږم او لومړی ځل پاکستان ته راغلی یم. پاکستان دومره شاندرا ځای دی چې باور نه کېږي، خلک یې خورا مهربان او میلمه پال دي. د هنزه او نګر سیمو ښکلا بې ساري ده. له بده مرغه د پاکستان ویزا تر لاسه کولو د شته ستونزو له کبله ډېر خلک نورو سیمو ته ځي. هیله ده نژدې راتلونکي کې به نوی حکومت او ښاغلی عمران خان د ویزا پروسه کې اړین بدلونونه راولي او له همدې کبله به نړیوال د دغې ښایسته سیمې لیدو ته راشي. ''

نیوزیلنډ

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY

د عکس تشریح، د کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو برید کې ۵۰ کسان وژل شوي دي او ۲۸ کلن برینټن ټیرانټ تورن شوی دی

د سرچینو په خبره نوموړي ګلګت بلتستان ته له رسېدو وروسته له قانون سره سم د سیمې پولیسو مرکز کې خپل نوم ثبت کړی و او وروسته د نګر، هنزه او خنجراب سیمو پر لور لاړ.

پاکستان کې د نوموړي اوسېدو مودې په اړه ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي دي. بي بي سي د پاکستان حکومت دریځ معلومولو لپاره د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو سره رابطه وکړه، خو چارواکو ځواب نه دی ورکړی.