"سلام وروره"؛ نیوزیلنډ کې بریدګر ته د قرباني شوي پیغام

د عکس سرچینه، EPA
"Hello Brother" (پخیر وروره) توري، چې د نیوزیلنډ کرایسټچرچ ښار په جومات کې یوه افغان وژل شوي بریدګر ته کارولی، پر یوه نړیوال هشټګ اوښتی، چې ګڼو خواله رسنیو کاروونکو د وژل شویو مسلمانانو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښودلې ده.
ټویټر کارنو ویلي، د "Hello Brother" ویونکی ۷۱ کلن افغان داود نبي و، چې جومات ته د جمعې د لمانځه لپاره تللی و.
جومات ته له وره نه داخلېدو کې له بریدګر سره مخامخ شو، د "پخیر وروره" تر توري کارولو وروسته بریدګر برینټون تارانت د سلام د ځواب پر ځای په ډزو ځواب ورکړ.
بریدګر د برید پرمهال د سر پر خولۍ کامره نصب کړې وه او پر فېسبوک یې د برید ژوندۍ صحنه خپروله.
داود نبي د برید لومړنی قرباني و.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
یوه ټویټر کارن عمر مدنیه لیکلي: "دا اغېزناک هشټګ دی او داسې توري دي چې تاریخ یې نه هېروي، په خلاص زړه یې "سلام وروره" توري ویلي، خو نه پوهېده چې د انسان په جامه کې له شیطان سره مخامخېږي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د مختار په نامه یوه بل ټویټر کارن بیا ویلي: "دغه عمر خوړلي ۷۱ کلن افغان داود نبي د اسلامي له اخلاقو له مخې مخامخ کس ته سلام اچولی."
د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو په بریدونو کې چې هم مهاله وشول، لږ تر لږه ۴۹ کسان ووژل او نژدې همدومره یې ټپیان کړل. بریدګر د سې شنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شو.
د بریدګر له خوا په ثبت شوې ۱۷ دقیقو وېډیو کې ښکاري چې څرنګه یې برید پیل کړ، له وسلو ډک موټر نه راکوزېږي، د جومات خوا ته ځي او له ننوتلو سره سم پر لمونځ کوونکو ډزې پیلوي او لسګونه کسان په وینو لړي.
دغه برید ته نړیوال غبرګونونه وښودل شول او ټولو دا یو نه منل کېدونکی ترهګریز عمل وباله.
د امریکا، فرانسې، روسیې، برتانیا، کاناډا، جاپان او اسټرالیا مشرانو برید غندلی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3









