د داعش د ناوې شمیمه بېګم بچی ومړ

د سوریې دیموکرات ځواکونه وايي، د داعش د برتانوۍ ناوې شمیمه بېګم تي خوری ماشوم د ځیکر التهابي کېدو له کبله مړ شوی دی. شمیمه برتانیا ته د بېرته ستنېدو لپاره نه ده پرېښودل شوې.
شمیمه بېګم له خپل تي خوري بچي سره د سوریې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېده چې د تېرې جمعې په ورځ یې بچی ومړ.
د برتانیا حکومتي ویاند ویلي د ماشوم دا مړینه د یادې کورنۍ لپاره تر ټولو ډېره دردوونکې پېښه ده.
شمیمه په ۲۰۱۵ کال له خپلو دوو نورو برتانوۍ ملګرو سره سوریې ته ولاړه او له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شوه.
نوموړې د داعش ډلې له یوه هالنډي غړي سره واده وکړ، خو د برتانیا حکومت د هغې تابعیت بېرته ترې واخیست.
د شمیمه مېړه یاګو ریدریک ویلي، بچي یې د کډوالو یوه کمپ ته څېرمه په زندان کې سا ورکړې ده.
د کردۍ سرې میاشتې یوه کارکوونکي بي بي سي ته ویلي، دا تي خوری ماشوم له خپلې مور سره روغتون ته تر لېږدول کېدو مخکې مړ شوی.
شمیمه بېرته خپل کمپ ته ستنه شوې ده او خپل بچی یې هم همالته خښ کړی دی.
زړه سوی

د عکس سرچینه، MET POLICE
د برتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد د دغه ماشوم تر مړینې مخکې ویلي وو: "ډېر بې ګناه ماشومان شته چې د جګړې په سیمو کې زیږېدلي."
۱۹ کلنه شمیمه تېره میاشت د سوریې د کډوالو یوه کمپ کې یوه خبریال ومونده. نوموړې د اسلامي دولت ډلې له وروستي مورچل (باغوز) ښاره هلته تللې وه.
شمیمې وړاندې ویلي وو، دوه ماشومان یې ورک شوي، او نوی ماشوم یې جراح نومولی دی.
د هغې لومړی ماشوم هم جراح نومېده.
د جراح له زیږېدو مخکې شمیمې بي بي سي ته ویلي وو، سوریې ته پر خپل سفر پښېمانه نه ده خو د اسلامي دولت له ټولو کړنو سره موافقه نه ده.

د عکس سرچینه، PA
د شمیمې کورنۍ وايي، د هغې د برتانوي تابعیت بېرته اخیستو پروړاندې به اپسیل وکړي.
د بېګم وکیل اکونجي پر ټویټر لیکلي وو، د برتانیا کورنیو چارو وزارت ته یې ولي چې دا ماشوم برتانیا ته ولېږدوي.










