داعشۍ ناوې باید په هالنډ کې ژوند وکړي

د هغې بریتانوۍ شمیمه بېګم مېړه چې په ۲۰۱۵ کال په پنځلس کلنۍ کې له "اسلامي دولت" ډلې سره سوریه کې یو ځای شوې وه، ویلي، دی غواړي له خپلې مېرمنې سره هالنډ ته ستون شي.
یاګو ریدیک له شمیمه بېګم سره په ۲۰۱۵ کال سوریې ته له رسېدا او له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره تر یو ځای کېدا وروسته واده وکړ.
۲۷ کلن ریدریک بي بي سي ته وویل، د "اسلامي دولت" نومې ډله کې جنګېدلی، خو وايي اوس غواړي خپل هېواد ته له مېرمنې سره ستون او هلته د خپل بچي پالنه وکړي.
دغه هالنډی ځوان په دې کړکېچن وخت کې د سوریې شمال ختیځه کردۍ سیمه کې بند دی.
ریدریک له داسې تورونو سره مخامخ دی که خپل هېواد هالنډ ته ستون شي، ښايي شپږ کاله پرې بندي شي، ځکه چې له یوې "ترهګرې" ډلې سره یو ځای شوی دی.
د بېګم مېړه په بي بي سي کې د منځني ختیځ چارو خبریال کوینټین سمروېل ته ویلي، په یاده ډله کې یې له فعالیت کولو ډډه کړې او د وتلو هڅه یې کوله.

د عکس سرچینه، MET POLICE
دی وايي، د سوریې په رقه کې بندي و، او له اسلامي دولت ډلې سره د یو ځای کېدو په تور سخت ربړول شوی چې ګني هالنډی جاسوس و.
شمیمه بېګم او مېړه یې د سوریې دیر الزور په باغوز ښار کې ونیول شول، دا په سوریه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې وروستی مورچل ګڼل کېده.
ریدریک د سوري جنګیالیو یوې ډلې ته تسلیم شو، خو د شمیمې او کوچني ماشوم برخلیک یې د سوریې شمال کې د کډوالو یوه کمپ ته دوی ورسولې، خو رپوټونه وايي چې اوس یوه بل ځای ته لېږدول شوې دي.
د شمیمه بېګم او مېړه تر منځ په خبرو کې راغلي چې مېړه یې ورته ویلي د لندن له ختیځه له راغلې پېغلې سره چندان خواخوږي نه لري همدا وو چې شمیمه د داعش له یوې اړوندې ښځينه ډلې سره یو ځای شوه، ځکه چې هغه وخت یې عمر ډېر کم و.
دی وايي: "کله چې ملګري راته وویل هلته یوه نجلۍ غواړي واده ورسره وکړي، ما هېڅ مهمه ونه بلله ځکه چې عمر یې کم و. خو وروسته مې دا بلنه ومنله."
د شمیمې بېګم مېړه زیاتوي، کله یې چې له هغې سره ولیدل، له "عقلي پلوه ښه" وه، خو وايي واده کول هلته "اختیاري و او دې هم غوښتل د ژوند یو شریک ومومي"، او همدی یې غوره شریک بللی و.
خو دی وايي چې شمیمه ډېره کوچنۍ وه، چې د واده لپاره یې باید یو څه وخت انتظار ایستلی وای، خو دې غوښتل په کوچني عمر کې واده وکړي، او ما هم هوډ وکړ چې واده وکړو."
بریتانوي چارواکو له بېګم نه د بنګله دېش د تابعیت لرلو له کبله د هغې بریتانوی تابعیت واخیست، ځکه مور یې هم د بنګله دېش تابعیت درلود.
خو د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا نجلۍ اوس بنګالی تابعیت نه لري او هېواد ته د ننوتلو اجازه هم نه لري.

د عکس سرچینه، Empics
د شمېمې کورنۍ تېره میاشت د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ته ویلي وو چې له خپلې لور نه به د دغه تابعیت اخیستو پروړاندې عریضه وکړي، ځکه چې اوس سوریه کې بې برخلیکه پاتې ده.
د برتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد ته یادې کورنۍ په یوه لیک کې لیکلي، دوی "خپله لور نه پرېږدي"، او بریتانیا ته د هغې د کوچني ماشوم د ستنولو لپاره د همکارۍ غوښتنه کوي.
د مخالف کارګر ګوند مشر جیریمي کوربین ویلي، اغلې بېګم "بریتانیا ته د ستنېدو حق لري"، او له هغې نه د بریتانوي تابعیت اخیستل "سخت دریځي" بولي.
خو د شمیمې له مېړه ریدریک نه د هالنډ تابعیت لا نه دی اخیستل شوی.
ریدریک په هالنډ کې زیږېدلی همالته لوی شوی او په ۲۰۱۴ کال سوریې ته له تللو وروسته له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره یو ځای شوی دی.










