د مصر جومات کې 'ګونګی' مؤذن...‌کیسه یې څه ده؟‌

‌"د مصر اوقافو وزارت کې یوه ګونګي سړي د میاشتنۍ تنخا په مقابل کې د یوه جومات د مؤذن په توګه دنده ترلاسه کړې ده."

مصریانو چې د ازهر د عالي فتوا جرګګۍ د یوه غړي سعید نعمان یوه تلوېزیوني مرکه کې کله دا خبر واورېد هک پک شول.

نعمان د "هره ورځ'' په نامه یوه تلوېزیون پروګرام ته وویل،‌ واسطه او بډې دغه مؤدن ته لاره هواره کړې ده چې په نا قانونه توګه دولتي دنده ترلاسه کړي.

نعمان وايي، په اوقافو وزارت کې داسې اسناد شته چې د هغه ګومارنه ثابتوي.

د نوموړي له خبرو څو ساعته نه وو تېر شوي،‌ چې د اوقافو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د یوه جومات لپاره د ګونګي مؤذن ګومارل رد کړل.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، له څو کلونو راهیسې هېڅ کوم نوی مؤذن نه دی ګومارل شوی.

د خبرپاڼې په وینا، نعمان د ازهر د هېڅ فتوا د جرګګۍ غړی نه دی او نه یې هم اوس له کوم دیني بنسټ سره اړیکه شته.

پر خواله رسنیو د ګونګي مؤذن په اړه د نعمان خبرو د مصر دولتي بنسټونو کې د پراخ فساد د اندازې په اړه بحثونو ته لار هواره کړې ده.‌

ځینو د ناسمو خبرونو د خپرېدو خبرداری ورکړی، یوه لیکلي: "لومړی یې زه په خبرو ۹۹ سلنه شک لرم، که دلیل لرې نو رامخې ته شه، او دلیل باید جومات ته د حضور او وتلو د راجستر له مخې وي، نو بیا به موږ ستا زړورتیا ومنو او که نه له دروغو خبرونو خپرولو لاس واخله."

په مصر کې د اوقافو وزارت له لویو او بډایه دولتي مؤسسو څخه دی، چې د اوقافو د شورا د تېر کال د راپور له مخې یې د ملکیتونو ارزښت یو ټریلیون او ۳۷ میلیارد مصري پاوډو ته رسېږي.

دغه وزارت د اسلامي دعوت پر چارو ډېر تمرکز کوي،‌ چې په فعالیتونو کې یې د جوماتونو او د یتیمانو او د فقهي چارو بیا کتنه ده.