د ازهر شیخ څرګندونو ته ملاتړي او غندونکي غبرګونونه

    • Author, عطية نبيل
    • دنده, بي بي سي- قاهرة

د الازهر لوی امام شیخ احمد الطیب ویلي له یوې ښځې نه د ډېرو ښځو سره واده کول ښايي له ښځو او ماشومانو سره ناانصافي وي.

نوموړي دا لانجمنې څرګندونې د مصر رسمي تلوېزیوني چینل اونیز بحث کې کړې دي، چې بېلابېل غبرګونونه ورته ښودل شوي.

ځینو یې د خبرو هرکلی کړی، خو نورو بیا غندلې دي.

د ښځو د حقونو ځینو فعالانو ویلي، د سړي لپاره د دویم واده د قضیې په اړه ناسم پوهاوی شوی دی.

پر خواله رسنیو دغه موضوع ګرمه روانه ده، کارنو یې هم غندلې او هم یې ملاتړ کړی.

د ابو امامه په نامه یو ټویټر کارن د ازهر پر شیخ د نیوکې په توګه لیکلي: "حقیقت دا دی چې خلک پخپل فطرت کې ښه پوهېږي چې اصلاً یوه ښځه ده، او ډېرې ښځې چې قرآن کې په مشروط ډول یادې شوې دي چې باید تر منځ یې عدالت وشي."

غوڅې شوې خبرې

پر دویمه ورځ د ازهر شیخ یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې ګني "خبرې تحریف شوې او غوڅې شوې دي، له خپل سیاقه وتلې او امکان نه لري چې قرآني نصوص دې له نبوي سنتو سره په ټکر کې وي."

د ازهر رسنیز مرکز وېبپاڼه کې لیکل شوي چې شیخ احمد الطیب په مطلق ډول له یوې د ډېرو ښځو حراموالی نه دی اعلان کړی،‌ بلکې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر پر ۱۷ مه یې د فتوا یوه نړیوال کنفرانس ته وینا کې ویلي وو چې: "غواړم ووایم چې د څو ښځو لرلو حق لغوه کولو د قانون بلنه نه درکوم.‌بلکې هر هغه قانون ردوم چې د قرآن کریم او پاکو احادیثو قانون او تشریع ویجاړوي."

ازهر رسنیز مرکز د شیخ احمد الطیب هغه وېدیويي وینا هم خپره کړې ده چې په دې قضیه کې دی پر خپل دریځ ولاړ دی.‌

په مقابل کې یې ښځینه فعالې مزن حسن بي بي سي ته ویلي، په دې اړه د ازهر له شیخ نه هېڅ توضیحات نه غواړي، ځکه ازهر د یوه محترم دیني بنسټ په توګه په اسلامي نړۍ کې خپل ځای لري، خو پر ټولنې واک نه لري.

خو اغلې مزن له مصري حکومت او پارلمانه د هغو قوانینو په اړه له سره غور غوښتی چې د واده او شخصي احوالو په تړاو قضیې پکې په عام ډول مصر کې په ډاګه شوې دي.

دا وايي، چې دغه قوانین د ۱۹۲۰ کال دي، چې د ښځو په تړاو یې ډېرې قضیې هېرې کړې دي.‌

"اسلام له ښځې سره انصاف کړی"

یوازې پر خواله رسنیو دا موضوع نه ده ګرمه، بلکې د مصر حکومتي رسمي بنسټونو کې یې هم په اړه بحث روان دی.‌

د ښځې ملي شورا پخپل رسمي بیان کې چې بي بي سي یې یوه کاپي ترلاسه کړې،‌ د ازهر د شیخ څرګندونې ستایلې او د "عقلونو د رڼا "کولو او د "حق د ډاګیزه" کولو یوه زړوره وینا یې بللې ده.

یاده شورا وايي، اسلامي دین ښځو ته عدالت ورکړی او هغه حقونه یې ورکړي چې مخکې ښځو ته نه وو ورکړل شوي.