فرانسوي شرکت د نړۍ تر ټولو قیمتي موټر جوړ کړی

ګاډي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ګاډي بوګاتي شرکت د خپلې ۱۱۰ کلیزې په مناسب جوړ کړی دی.

فرانسوي د موټر جوړلو شرکت 'بوګاتي' د نړۍ تر ټولو لوړ بیه موټر جوړ کړی.

دا موټر یو نامعلوم کس له مالیې لګېدو مخکې په ۱۱ میلیونه ډالره پېرلی دی.

تر اوسه ددې ګاډي رسمي قیمت نه دی په ډاګه شوی خو ویل کیږي د پخواني ګاډي 'رولز رایس سوېپټېل' په نوم ګاډي د بیې ریکارډ ماتوي چې څه شاوخوا ۱۱ میلیونه ډالره یې قیمت دی.

دا ګاډي بوګاټي شرکت د خپلې ۱۱۰ کلیزې په مناسب جوړ کړی دی.

ویل کیږي د موټر جوړونې کمپنۍ پورش د بنسټ ګر لمسی فېردېناند پیش دا ګاډی اخیستی دی.

هغه د والکس واګون موټر جوړونې شرکت پخوانی اجرایه مشر دی، هغه کمپنۍ چې بوګاټي شرکت هم ورپورې تړلی دی.

ګاډی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ګاډي ۱۶ سلنډره انجن لري او د سرعت په اړه یې بوګاتي څه نه دي ویلي.

د خپلې دندې پرمهال ویل کیږي هغه به د دغو شرکتونو د قیمتي پروژو تر شا ولاړ و.

د بوګاټي شرکت مشر سټېفن وېنکلمن ویلي په 'La Voiture Noire' موټر کې فوق العاده ټکنالوژي، ښکلي توکي او ښه اسانتیاوې کارېدلي دي.

دا ګاډي ۱۶ سلنډره انجن لري او د سرعت په اړه یې بوګاټي څه نه دي ویلي.

خو د د ټکنالوژۍ پوهان په دې باور دي چې دا موټر به د بوګاټي پخواني ماډل ګاډي سرعت ته ورته سرعت ولري چې په یوه ساعت کې ۲۶۰ مایله منډه کوي.