تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوه لسیزه کې د امریکا د سوداګرۍ کسر لوړې کچې ته رسیدلی
له نورو هېوادونو سره د امریکا سوداګرۍ کچه په تېره یوه لسیزه کې بېسارې ټیټه شوې ده.
دا ددې هېواد د ولمسشر ډونالډ ټرمپ د مالي کسر راکمولو طرحې لپاره ضربه بلل کیږي.
د مالي کسر راکمول د ټرمپ له مهمو سیاستونو و، خو په ۲۰۱۷ م کال کې د امریکا د صادارتو کچه تر وارداتو کمه وه او ددې هېواد د سوداګرۍ کسر ۶۲۱ میلیارده ډالرو ته ورسید.
ټرمپ ادعا کوي چې ډېری هېوادونه امریکا په 'تېغ وهي' او له دوی غواړي چې د امریکا په مالونو مالیه کمه کړي.
رسمي شمېرې ښيي چې که څه هم تېر کال له امریکا د توکو او خدمتونو صادراتو کچه ۱۴۸،۹ میلیارده ډالره لوړه شوې خو دې هېواد ته بیا د وارداتو کچه ۲۱۸ میلیارده ډالره کمه شوې ده.
له ۲۰۰۸ کال راهیسې د امریکا د سوداګرۍ کسر تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی، هغه کال چې امریکا او د نړۍ نور هېوادونه پکې مالي بحران سره مخ شوي وو.
تېره ډېسمبر میاشت کې هم د امریکا سوداګرۍ کسر ۵۹،۸ میلیاردو ډالرو ته ښتلی و چې دا هم په تېره لسیزه کې تر ټولو لوړه کچه یادیږي.
امریکا اوسمهال له چین سره په سوداګرۍ 'جګړه' کې ښکېل ده او دا لامل شوې چې دواړه هېوادونه د یو بل په مالونو تعرفې لوړې کړي.
امریکا ددې جنجال له پیل مخکې چین په 'بې انصافه' سوداګرۍ تورن کړی و.
په ورته وخت کې دواړه هېوادونه په دې برخه کې په مذاکراتو بوخت دي او تمه کیږي چې د مارچ د میاشتې تر پایه به سره هوکړه وکړي.
وروستۍ شمېرې ښيي چې د چین او مریکا ترمنځ د سوداګرۍ کسر تېرکال ۴۳،۶ میلیارده ډالرو ته رسیدلی او ددې هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کچه ۴۱۹،۲ میلیارده ډالرو ته ټیټه شوې.
ددې لامل د امریکا لخوا د صادراتو کمول او له چینه د وارداتو ډېرول په ګوته شوي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ تېره ډېسمبر میاشت ځان د 'تعرفې سړی' بللی و او خبرداری یې ورکړ چې که امریکا او چین د سوداګرۍ په برخه کې یوې هوکړې ته ونه رسیږي، دی به یو کار حتما کوي.
په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا او اروپا ترمنځ سوداګري کسر ۱۷،۹ ته لوړ شوی او ټولټال سوداګري یې ۱۶۹،۳ میلیارده ډالرو ته ټیټه شوې چې ددې لامل هم له اروپا امریکا ته د وارداتو ډېریوالی یادیږي.