تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي کمپنۍ نور د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ او سندرې نه خپروي
په ژوندۍ بڼه د پاکستان "سوپر لیګ" خپروونکې هندي کمپنۍ د نورو لوبو د نه خپرولو د پرېکړې په اړه پاکستان ته خبر ورکړی دی.
"آی اېم جي ریلانیس" په نوم دغې کمپنۍ د نورو لوبو د نه خپرولو پرېکړه له پلوامه خونړي برید وروسته کړې، چې لسګونه هندي پوځيان پکې ووژل او ټپیان شول.
دغې خپروونکي کمپنۍ د پاکستان کرېکټ بورډ ته په لېږل شوي برېښنالیک کې ویلي، دوی په یو ناڅاپي توګه له لیګ څخه لرې کېږي.
د یادونې ده چې آی اېم جي ریلانیس هندي کمپنۍ همدا تېره میاشت د پاکستان کرېکټ بورډ سره د دریو کالونو لپاره د لوبو د خپرولو موافقه کړې وه.
له دې پرېکړې ور هاخوا، هندي تلویزیونونو هم د پي اېس اېل لوبو د نه خپرولو ویلي دي.
د ډي سپورټس په نوم هندي چینل لومړنی هغه و چې د پاکستان سوپر لیګ نشراتو د بندولو اعلان يې وکړ.
د پاکستان کرېکټ بورډ بیا د هندي کمپنۍ او تلویزیونونو پر دغې پرېکړې ژور خپګان ښودلی دی.
کرېکټ او سیاست
د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، دوی به د هندي کمپنۍ په دغې پرېکړې د کرېکټ د نړیوالې شورا او د هند کرېکټ بورډ سره په راتلونکې غونډه کې هم خبرې وکړي.
د بورډ یوه چارواکي وسیم خان رسنیو ته ویلي، کرېکټ او سیاست باید سره جلا وساتل شي.
نوموړي په دې هم خپګان ښودلی چې د هندي کرېکټ مینه والو پر وړاندې رسنۍ بندې شوي او د هندوستان د کرېکټ په کلب کې چې به ممبۍ کې موقعیت لري د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تصویر لرې کړای شوی دی.
په پلوامه کې له وروستي برید راهیسې د هند او پاکستان تر منځ ډېرېدونکې ترینګلتیا یواځې د کرېکټ د بندېدو تر کچې هم نه ده پاتې شوې، بلکې پاکستاني رسنیو ویلي، د هند د موسیقۍ مشهورو چینلونو د پاکستاني هنرمندانو او سندرغاړو سندرې له خپلو چینلونو لرې کړې دي.
د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکې له هغې وروسته خرابې شوې چې د هندوستان په پلوامه نومې سیمه کې یوه ځانمرګي برید له څلوېښتو ډېر هندي پوځيان ووژل.
هندوستان د پېښې مسؤولیت پر پاکستان اچولی او د هغه هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي چې د غچ د اخیستلو تر څنګ به پاکستان په نړیواله کچه منزوي کړي.