تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مادورو: که سپینه ماڼۍ مداخله وکړي، په وینو به ولړل شي
بریتانیا، فرانسې، اسپانیا او نورو اروپايي هېوادونو په وینزوېلا کې مخالف مشر خوان ګوایدو د هېواد د لنډمهالي مشر په توګه پېژندلی دی.
دا کار وروسته تر هغه شوی، چې د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو د اروپايي ټولنې له خوا تر وړمې ورځې پورې د وختي ټاکنو لپاره ورکړل شوی ضرب الاجل رد کړ.
ګوایدو، چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، تېره میاشت ځان لنډمهالی ولسمشر اعلان کړ.
روسیې، چې د مادورو ملاتړ کوي، اروپايي ټولنه د وینزوېلا په چارو کې په لاسوهنه تورنه کړه.
پر ولسمشر مادورو د استعفا اعلانولو له فشارونو سره سره، هغه ویلي د کورنۍ جګړې پیلېدو امکان لیرې نه شي ګڼلی.
نوموړي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته له ګواښنې ډکه یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي که د امریکا متحده ایالتونه په روانه لانجه کې پوځي مداخله وکړي، نو "سپینه ماڼۍ به په وینو ولړله شي".
د نوموړي سیال ګوایدو وړمه ورځ ویلي وو، د یوه داسې نړیوال ایتلاف د جوړېدو هڅه کوي چې وینزوېلا ته بشري مرستې ورسوي.
مادورو څه وویل؟
له مادورو وپوښتل شول، ایا په هېواد کې د کورنۍ جګړې پیلېدو امکان شته؟
د نوموړي ځواب دا و چې "نن هېڅوک په یقین سره دا پوښتنه نه شي ځوابولی. هرڅه د شمالي امپراتورۍ (امریکا) او د هغې د لوېدیځې ټلوالې د لېونتوب او دښمنۍ له کبله په ټپه ولاړ دي. موږ غواړو چې هېڅوک هم زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي... موږ له خپل هېواده د دفاع لپاره چمتو یو."
ټرمپ سي بي اېس امریکايي تلوېزیون ته ویلي، لاهم پوځي قوت کارول یو "غوراوی" دی.
خو مادورو ټرمپ ته په ګواښمنو تورو ویلي، که وینزوېلا کې مداخله وکړي، د ویتنام د جګړې سناریو تکرارېدو ته به ځان خطر کې واچوي:
"ودرېږه، ودرېږه ټرمپه! ته داسې تېروتنې کوې لاسونه به دې په وینو ولړل شي او ولسمشري به دې په وینو ولړې. پرې مو ږده چې د یو او بل درناوی وکړو، که نه ته په لاتینه امریکا کې د ویتنام سناریو تکرارولو ته ځان ورټېل وهې."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان ایف لودریان ویلي، ګوایدو د ولسمشرۍ ټاکنو د تنظیم حق لري.
نوموړي فرانس انټر خبري شبکې ته ویلي "خلک په واټونو کې دي، ولس بدلون غواړي."