مادورو: که سپینه ماڼۍ مداخله وکړي، په وینو به ولړل شي

ګوایدو

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ګوایدو مور د لاریون پرمهال د ګوایدو سر ماچي کوي

بریتانیا، فرانسې، اسپانیا او نورو اروپايي هېوادونو په وینزوېلا کې مخالف مشر خوان ګوایدو د هېواد د لنډمهالي مشر په توګه پېژندلی دی.

دا کار وروسته تر هغه شوی، چې د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو د اروپايي ټولنې له خوا تر وړمې ورځې پورې د وختي ټاکنو لپاره ورکړل شوی ضرب الاجل رد کړ.‌

ګوایدو، چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، تېره میاشت ځان لنډمهالی ولسمشر اعلان کړ.

روسیې،‌ چې د مادورو ملاتړ کوي،‌ اروپايي ټولنه د وینزوېلا په چارو کې په لاسوهنه تورنه کړه.

پر ولسمشر مادورو د استعفا اعلانولو له فشارونو سره سره، هغه ویلي د کورنۍ جګړې پیلېدو امکان لیرې نه شي ګڼلی.

نوموړي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته له ګواښنې ډکه یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي که د امریکا متحده ایالتونه په روانه لانجه کې پوځي مداخله وکړي، نو "سپینه ماڼۍ به په وینو ولړله شي".

کاراکاس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مخ پټو لاریونیانو کاراکاس کې د مادورو ضد لاریون وکړ

د نوموړي سیال ګوایدو وړمه ورځ ویلي وو، د یوه داسې نړیوال ایتلاف د جوړېدو هڅه کوي چې وینزوېلا ته بشري مرستې ورسوي.

مادورو څه وویل؟

له مادورو وپوښتل شول، ایا په هېواد کې د کورنۍ جګړې پیلېدو امکان شته؟

د نوموړي ځواب دا و چې "نن هېڅوک په یقین سره دا پوښتنه نه شي ځوابولی. هرڅه د شمالي امپراتورۍ (امریکا) او د هغې د لوېدیځې ټلوالې د لېونتوب او دښمنۍ له کبله په ټپه ولاړ دي. موږ غواړو چې هېڅوک هم زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي... موږ له خپل هېواده د دفاع لپاره چمتو یو."

ټرمپ سي بي اېس امریکايي تلوېزیون ته ویلي، لاهم پوځي قوت کارول یو "غوراوی" دی.

وینزویلا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د وینزویلا ملي مخالف ګوند مشر خوان ګوایدو

خو مادورو ټرمپ ته په ګواښمنو تورو ویلي، که وینزوېلا کې مداخله وکړي، د ویتنام د جګړې سناریو تکرارېدو ته به ځان خطر کې واچوي:

"ودرېږه، ودرېږه ټرمپه! ته داسې تېروتنې کوې لاسونه به دې په وینو ولړل شي او ولسمشري به دې په وینو ولړې.‌ پرې مو ږده چې د یو او بل درناوی وکړو، که نه ته په لاتینه امریکا کې د ویتنام سناریو تکرارولو ته ځان ورټېل وهې."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان ایف لودریان ویلي،‌ ګوایدو د ولسمشرۍ ټاکنو د تنظیم حق لري.

نوموړي فرانس انټر خبري شبکې ته ویلي "خلک په واټونو کې دي، ولس بدلون غواړي."

له مادورو سره لاهم د پوځ ملاتړ شته

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له مادورو سره لاهم د پوځ ملاتړ شته