د برتانیا پټ اسناد؛ امریکا "د عراق - ایران جګړه کې د تهران ناکامولو پلان درلود"

    • Author, عـامــــر سلطـــان
    • دنده, بي بي سي - لندن

د برتانیا پټ اسناد ښيي، چې امریکا په ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸ کلونو کې له عراق سره د ایران په جګړه کې دا حتمالي بریا د مخنیوي لپاره هلې ځلې کړې دي.

برتانیا ولې د ایران په اړه د ټرمپ سیاست غوره کړی و، ان تر دې چې د اروپايي هڅو په لړ کې یې تهران د امریکا بندیزونو ته ورټېل واهه؟

دا د برتانیا او په ټوله کې د لوېدیځ لپاره د ایران ستراتیژیک اهمیت په ډاګه کوي، لکه څرنګه چې د برتانیا پټو اسنادو کې په ډاګه شوې ده.

په اسنادو کې راغلي، د ایران په تړاو د برتانیا او امریکا د لیدلوري توپیر د ایران او عراق ترمنځ له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۸ پورې د جګړې ورځو ته رسېږي.

جګړه وروسته تر هغه پای ته ورسېده، چې د ایران د اسلامي انقلاب مشر ایت الله خمیني د نړیوالې پرېکړې د اوربند له موافقې سره هوکړه وکړه او د ۱۹۸۸ کال د جولای پر ۱۸مه یې دا څرګندونې وکړې: "تر دې ما ته مرګ او شهادت اسانه دی، زه څومره خپه یم، ځکه چې د دې پرېکړې منلو پرمهال مې د زهرو پیاله وڅښله."

په افشا شویو اسنادو کې راغلي، چې د امریکا متحده ایالتونو داسې انګېرله چې په جګړه کې ایران بریالی کېږي، همدا وو چې په پوره پوځي او اقتصادي هڅې یې ډېرې کړې چې داسې ونه شي.

د چټک غبرګون خطر

تر جګړې وروسته، امریکایانو داسې اشاره ورکړه چې د خپل هوډ پوره کولو لپاره به لاس په کار شي.

تر ټولو مهمه دا وه چې د ۱۹۸۶ کال مارچ میاشت کې ایران به د عراق "الفاو" نیمه ټاپو لاندې کړي.

دغه اسناد ښيي، امریکایان په دې اند وو چې دا پوځي پرمختګ ایران ته "پرځان د پیاوړتیا احساس" ورکوي، خو دا په دې معنا نه وه چې ګني جګړې ته دې دوام ورنه کړي."

دا وضعیت د ۱۹۸۸ کال اپریل کې یاد ټاپو د عراقي پوځيانو لاس ته تر لوېدو پورې دوام وکړ.

د ۱۹۸۶ کال د مارچ په ۱۹ او ۲۰، د جګړې په اړه د واشنګتن او لندن ترمنځ خبرې پیل شوې، چې په لړ کې یې برتانویانو ته په ډاګه شوه چې امریکایان له پوځي زوره په ګټې اخیستو د مداخلې هڅه کوي چې ایران د بریا مخه ونیوله شي.

هغه وخت د برتانیا د دفاع وزارت دریځ ښکاره و، چې د اسنادو پربنسټ، که څه هم امریکایانو د جګړې د غځېدو هڅې کولې، خو برتانیا د جګړې د غځېدو پلوۍ نه وه.

د خبرو په تړاو دفاع وزارت پخپل رپوټ کې ویلي: "دا کتنه زښت ډېره ګټوره وه، زموږ د هدف لپاره یې ډېر کار وکړ چې په خلیج کې د امریکا د سیاست ملاتړ و، خو وېره مو ده وه چې ښايي تر اندازې له ډېر پوځي کاره ګټه واخیستله شي."

د کړکېچ لامل

څو میاشتې وروسته، د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د منځني ختیځ د برخې استازي واشنګټن ته ولاړل، د استازو مشر جي ایچ بویس ولیکل، په دې کتنه کې امریکایانو په خلیج کې راتلونکې کې د ګډې پوځي څېړنې مخته بېولو غوښتنه وکړه... او له خلیجي هېوادونو سره باید امنیتي مرسته همغږې شي."

برتانویانو له امریکایانو سره په خبرو کې داسې وانګېله چې ګني "ډېر زیات باوري که دا جګړه هرڅومره غځېږي، ایران به یې ګټي، نو د امریکا سیاست او هڅې پر دې ورټولې وې چې له خپله وسه د عراق ملاتړ وکړي."

بویس وايي، د عراق سیاسي او پوځي وضعیت د امریکایانو له نظره د کړکېچ لامل شوی و.