ایران څنګه اسلامي جمهوریت شو؟

    • Author, مریم رستگار
    • دنده, بي بي سي

دا مطلب ایران کې د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کلیزې په مناسبت خپرېږي.

پر ۱۳۵۸ لمریز کال نږدې ۹۸ سلنه ایرانیانو رایه ور کړه چې د پهلوي حکومت په ځای ایران اسلامي جمهوریت شي او په دې ډول له دوو زرو پنځو سوو کلونو وروسته رسما ایران کې تخت او تاج ونړېد.

د هېواد د مهو او لویو مسلو په هکله د پرېکړې لپاره ټولپوښتنه د خلکو د اکثریت نظر د ترلاسولو ډیموکراټیکه لار ده، خو پوښتنه دا ده چې د ۱۳۵۸ وري میاشت کې دا ټولپوښتنه د دغه هدف لپاره وشوه؟

د ازادۍ غوځنګ مشر او د لنډمهالي حکومت بهرنیو چارو وزیر ابراهیم یزدي وايي، چې د وري له ۱۲ مخکې د دا ډول ټولپوښتنې لپاره د پلان جوړولو وخت کې داسې کسان وو چې دا کار یې بې اړتیا باله.

"دوی ویل، خلکو میلیوني مظاهرو او شعارونو سره اسلامي جمهوریت غوښت، ځکه ټولپوښتنې ته اړتیا نشته، خو د ازادۍ غورځنګ د غړو په څېر نورو کسانو ویل، چې له حقوقي پلوه په ملي او نړیواله کچه دا مظاهرې او شعارونه ځواب نه وايي، ځکه باید د خلکو غوښتنه او هیله سیاسي عملي چوکاټ کې په قانوني ډول تایید او تصویب شي او د دې لپاره دا ټولپوښتنه ضروري ده".

ښاغلی یزدي ټینګار کوي چې د ۵۸ کال ټولپوښتنه په داسې مهال وه چې لا هم د ایران اساسي قانون تدوین شوی نه او نه د اسلامي جمهوریت تعریف وړاندې شوی و.

ځکه دی باوري دی چې خلکو باید اول د خپلې خوښې نظام لپاره رایه ور کړې وی او وروسته د اساسي قانون په ګډون ټول قانونونه د همدغه انتخاب له مخې تصویب شوي وی.

د وري ۱۲ ټولپوښتنه کې له خلکو د اسلامي جمهوري ټولپوښتنه وشوه او هغه هم داسې نوم چې د هغه وخت د سیاسي ډلو له ډېر بحث او خبرو وروسته په څو نومونو کې غوره شوی وو.

د سیاسی چارو شنونکی او د پوهنتون استاد صادق زیبا کلام وايي، پر اسلامي جمهوریت سربېره چې ټولپوښتنه یې وشوه، ډیموکراټیک جمهوریت، اسلامي ډیموکراټیګ جمهوریت او د ایران جمهوریت نومونه هم وړاندې شوي و:

"د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر مهندس بازارګان او ملګرو او همدارنګه چپیو بهیرونو د ډیموکراټیک جمهوریت نارې وهلې، خو سیکولرو د ایران جمهوریت غوښتنه کوله".

د شاه مخالفو چپیو ډلو یو مشر فرخ نګهدار وايي: "ډیموکراټیکو ډلو لکه فدایان خلک او مجاهدین باوري و چې له ټولپوښتنې مخکې باید پراخ ټولنیز بحث وشي او د موسسانو مجلس(د هغه وخت پارلمان) کې د اساسي قانون له تصویب وروسته ټولپوښتنه وشي، خو د انقلاب بنسټګر ایت الله خمیني ټینګار کاوه چې اسلامي جمهوریت ټولپوښتنې ته وړاندې شي، ټولنه کې د هغه ډېر ملاتړ سبب شو چې دا نوم ټولپوښتنې ته وړاندې شي".

د ښاغلي نګهدار په خبره، لومړیو کې ټاکلې وه چې له اسلامي جمهوریت سره د خلکو د هوکړې یا مخالفت په هکله رایه هم وغوښتل شي او که کوم کس مخالف و، خپل نظر د رایپاڼې څنډه کې ولیکي، خو دا نظریه عملی نه وه او د فدایان خلک په څېر ډلو دې ټولپوښتنه کې ګډون ونه کړ، ځکه دوی د ټولپښتنې ډول ډیموکراټیک نه باله.

صادق زیبا کلام دا هم وايي، ځینې ډلو نه غوښتل چې ایران کې اسلامي جمهوریت د واکمن نظام په توګه وړاندې شي، لکه مهندس بازرګان او ملګرو یې:

"دوی له اسلام سره مخالفت نه درلود، خو اندېښمن و چې که د دین، اسلام او شیعه په نوم حکومت جوړ شي، خو دا حکومت بریالي نه شي، دا موضوع به د ایت الله خمیني یا نورو په نوم پورې ونه تړل شي، بلکې د ماډرن حکومت رامنځ ته کولو کې به د اسلام او شیعه مذهب بې وسي وبلل شي او اسلام ته به ضرر ورسېږي، خو ایت الله خمیني وویل، چې اسلامي جمهوریت نه به یوه کلیمه پر زیاته وي او نه ترې کمه وي".

د اسلامي جمهوریت نوم څنګه د انقلاب ادبیاتو ته ننوت

د ایران د اسلامي انقلاب تر بري وروسته د ایران لومړی ولسمشر ابوالحسن بني صدر- چې فرانسه کې د جلا وطنۍ پر مهال هم له ایت الله خمیني سره ملګری و- په نوفل لوشاتو کې د ایت الله خمیني مطبوعاتي خبرې د اسلامي جمهوریت په هکله یو مهم بحث بولي.

هغه بي بي سي ته وویل: "چې خمیني فرانسه کې د اسلامي جمهوریت خبره وکړ، نو د ډیموکراټیک اسلامي جمهوریت نوم یې یاد کړ، مګر کله چې ایران ته لاړو او د ټولپوښتنې خبره پورته شوه، د ډیموکراټیک کلیمه لرې او د اسلامي جمهوریت نوم یاد شو، په داسې حال چې نوفل لوشاتو کې یې ټینګار کاوه چې ایران کې به ډیموکراټیک جمهوریت جوړوي او له جمهوریت یې منظور په حاکمیت کې د خلکو خپلواکي وه، په دې مانا چې پولو کې د ننه به یو چارواکی هم د خلکو حاکمیت کې شریک نه وي او له پولو بهر به هم کوم بهرنی قدرت دې حاکمیت کې شریک نه وي".

ښاغلی بني صدر هم وايي، تر هغې ورځې چې ټولپوښتنه وشوه، هیچا تصور نه کاوه چې ایت الله خمیني له اسلامي جمهوریت ځانګړی هدف لري:

"د اساسي قانون لایحه هم چې لومړیو کې جوړه شوه، د خلکو جمهور ولایت باندې ولاړه وه، خو خبرګان شورا کې تر وړاندې کېدو وروسته هرڅه بدل شول او د خلکو جمهور ولایت اصل تر یوې اندازې نقض شو، که څه هم ټینګار وشو چې د اساسي قانون له مخې حاکمیت د خلکو دی او ولایت فقیه اجرايي اختیار نه لري، یوازې څارونکی دی، ځکه فکر کېده چې د خلکو حاکمیت ته څه زیان نه رسېږي".

خو فرخ نګهدار وايي، د انقلاب کلونو مظاهرو کې د خلکو د غوښتنو تکرار ټولپوښتنه کې د اسلامي جمهوریت د غوره کولو اصلي دلیل و:

"له هغه مخکې کلونو کې ایت الله خمیني اصلا د اسلامي جمهوریت نوم نه اخلي، بلکې کتابونو او اثارو کې د ولایت فقیه حکومت بحث وړاندې کوي، خو هغه مهال د ټولنیزو غوښتنو او فشار له امله شرایط بدل شول، د ایت الله طالقاني په ګډون چې یو لومړی درجه مشر و، خو پر ایت الله خمیني یې نفوذ نه درلود، مګر ټول تهران د هغه ملاتړ کاوه او ټولو ډلو ور سره مینه درلوده. طالقاني په جمهوریت باور دلود او ټول عوامل سبب شول چې ایت الله خمیني هم خپلې غوښتې چې تېرو کلونو کې یې د ولایت فقیه حکومت په نوم درلودې، ډډې ته کړي او له اسلامي جمهوریت کلیمې کار واخلي".

د وري ۱۲ ټولپوښتنې وړاندې کولو پر ډول هم سیاسي ډلو بحث درلود.

ابراهیم یزدي وايي، د ټولپوښتنې پر مهال ځینې په دې باور وو چې رایپاڼه کې نور وړاندیزي غوراوي هم ولیکل شي، خو د اتقلاب شورا او مشرتابه چې اصلي پرېکړه یې کوله، له خلکو یې یوازې د اسلامي جمهوریت پوښتنه وړاندې کړه.

صادق زیبا کلام هم وايي، چې ټولپوښتنه کې پر یوه پوښتنه نیوکې وشوې او ډلو دا نیوکه وکړه چې ولې حکومت او د انقلاب مشرتابه ټینګار کوي چې نورې پوښتنې له خلکو ونه ش:

"خو واقعیت دا دی چې که د اسلامي جمهوریت ترڅنګ د نظامر لپاره د نورو نومونو پوښتنه هم کېدلی بیا هم د هغه حالت له امله چې د ۵۸ کال د وري په ۱۲ و، نو خلکو هغه څه ته رایه ور کوله چې ایت الله خمیني غوښته".

ډاکټر ابراهیم یزدي هم دا خبره مني او وايي، هغه کسان چې بې دینه وو او ایران کې یې له جمهوریت سره د اسلامي کلیمې راوړلو باندې باور نه درلود، د سلطنتي نظام مقابل کې درېدلي وو او اسلامي جمهوریت ته یې رایه ور کړه:

"ځکه ویلی شو چې که رایپاڼه کې د اسلامي جمهوریت ترڅنګ نور نومونه لکه ډیموکراټیک حمهوریت، اسلامي ډیموکراتیک حمهوریت یا بل نوم نظر کېی نیول شوی وی، بیا هم اکثریت خلکو اسلامي جمهوریت ته رایه ور کوله.

د دې ټولپوښتنې پر څرنګوالي د سیاستوالو له اختلاف سره سره د خلکو د رایې له مخې ایران کې اسلامي جمهوریت جوړ شو، خو اوس ډېر نیوکه کوي چې هغه مهال ایرانیانو د دې په ځای چې د نوي نظام او د حکومت په ډول فکر وکړي یوازې د سلطنتي نظام د پرځولو فکر کې وو او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې نوي نظام ته رایه ور کړه.