تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ: د امریکا استخبارات ډېر ناپوه دي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د دې هېواد استخباراتي ادارې ډېرې ناپوهه دي او پر دې یې سر سم نه دی خلاص چې ایران څومره لوی ګواښ دی. ولسمشر ټرمپ پرون چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا د استخبارتو کسان باید له سره ښوونځي ته ولاړ شي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې له ایران سره باید ډېر احتیاط وشي، ځکه چې دا هېواد اوس هم د امریکا لپاره یو جدي ګواښ دی.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا استخباراتي ادارو په خپل یو وروستي رپوټ کې وویل، ایران اټومي بم نه جوړوي.
د امریکا د ملي امنیت ادارې مشر ډن کوټس د سه شنبې پر ورځ دا رپوټ د امریکا سنا ته وړاندې کړ.
په رپوټ کې همدا راز ګواښنه شوې ده چې چین او روسیه د امریکا پر ضد انټرنېټي جګړه پیلولی شي، او دا شونتیا هم شته چې بهرني هېوادونه د امریکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
تېر کال امریکا له هغه نړیوال تړونه لاس پر سر شوه چې د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تهران د اتومي پروګرام په اړه شوی و.
ولسمشر ټرمپ نیوکه کوي چې دا تړون د امریکا په ګټه نه دی او ایران هم د اټومي وسلو له جوړولو نشي را ګرځولی.
خو د ولسمشر ټرمپ د وروستیو ټوېټري نیوکو هدف تر ډېره ایران و.
نوموړي پر تهران تور لګولی چې په ۲۰۱۶ کال یې په ټوله سیمه کې ګډوډي رامنځته کړې وه، خو اوس وضعیت ځکه بدل شوی چې امریکا له ایران سره له اټومي تړونه لاس پر شا شوه.
د سه شنبې پر ورځ د امریکا د سنا په ناسته کې د سي ای اې مشر جینا هسپل وویل، ایران په تخنیکي توګه تر اوسه د اتومي تړون هوکړې ته ژمن دی او سرغړونه یې ترې نه ده کړې.
خو په رپوټ کې ګواښنه شوې چې ایران په سیمه کې خپلې موخې لري او پوځي ځواک یې هم ډېر شوی، او له دې کبله په راتلونکي کې د امریکا ګټو ته ګواښ پېښولی شي.