حلاله او ختنه؛ د اروپايي مسلمانانو او یهودانو د یو موټيتوب لامل

اروپايي مسلمانان او یهودان ښايي تل یو بل ته سترګې په سترګو نه شي، خو اوس دوو داسې قانوني بندیزونو سره یو ځای کړي چې دوی یې د خپلې مذهبۍ ازادۍ خلاف بولي.

وروستی جنجال هغه وخت پورته شو چې د جنورۍ پر یوولسه بلجیم کې د څارویو حلالې پرضد قانون پاس شو.

د څارویو حقونو ملاتړو له ډېر وخت راهیسې د داسې قانون هڅه کوله، خو یهود او مسلمان مشران دا قانون د اسلام او یهودیت له دین سره ټکر کې بولي.

اېډولف هېټلر هم پر ۱۹۳۳ کال له بې هوشۍ پرته د څارویو حلالولو باندې بندیز لګولی و.

د مذهبي ازادۍ مقابل کې د څارویو حقونه

اروپايي قانون وايي، د دې لپاره چې څاروي د خپلې غوښې له امله د حلالولو په مهال درد او ډار ونه ویني باید بې هوشه شي.

بې هوشي سره د حلالې تر وخت مخکې د څاروي ناخوداګا او بې درده کول دي.

خو ځینې هېوادونه مذهبي حلالې ته استثنا ور کوي، چې وايي، په چړې سره باید څاروی په مرۍ کې ژر حلال شي.

که څه هم د څارویو ملاتړي فعالان وايي، د حلالې په وخت څاروي دردېږي، مګر مذهبي مشران ټینګار کوي چې دا حالت بې درده وي.

مذهبي مشران وايي، د څارویو حلاله تکامل ته رسېدلې او له پېړیو راهیسې په دې روانه ده چې د دوی د پړسېدو مخه هم نیول کېږي.

د دواړو لورو ترمنځ د انډول لپاره ځینې اروپایي هېوادونو لکه نیدرلېنډ، جرمني، اسپانیا او قبرس د حلالو مرکزونو ته سخت معیارونه ټاکلي دي.

خو د اسټرالیا او جرمني په څېر هېواونه وايي، چې له حلالې وروسته سملاسي باید څاروی بې هوش شي.

د بلجیم له دریو دوو سیمو- پلنډرز او والونیا- کې هم د ډنمارک، سوېډن، سلوانیا، ناروې او ایسلېنډ په څېر له بې هوشۍ پرته حلاله نه کېږي.

ختنه یا سنتول

یوازې د څارویو د حلالې مسله نه ده چې اروپايي مسلمانان او یهودان یې سره یو کړي، د ماشومانو ختنه یا سنتولو باندې نیوکې هم دوی سره نږدې کړي دي.

تېر کال ایسلنډ کې د داسې مسودې متن ولیکل شو چې له طبي لامل پرته یې د ختنې بندولو غوښتنه کوله، خو تر نیوکو وروسته پارلمان دا مسله شاته وغورځوله.

پر ۲۰۱۲ کال جرمني کې پر دغه مذهبي دود هم د لنډ وخت لپاره د محکمې تر حکم وروسته بندیز ولګېد.

دوی ویل چې د ماشوم سنتول د کوچنیانو له دې حقونو سرغړونه ده، چې د خپل ځان په هکله باید خپله پرېکړه وکړي

دا پرېکړه تر شپږو میاشتو چلېده، خو مسلمانه او یهودۍ ټولنه کې غږ پورته شو چې دا قانون د دوی د دیني ادابو د مخنیوي په مانا دی.

سیاسي موخې

دې چارو کې تر ډېره ښي لاسي ملتپال ګوندونه لاس لري او دا خبره ور سره تړل کېږي چې د څارویو یا ماشومانو د حقونو په ځای سیاسي موخې لري.

دوی دې چارې سره د کډوالۍ ضد ګډو ساتلو ته لار برابرولی شي.

په دوی دا تور هم لګېږي چې دې کار سره ځینې مذهبي ډلې په نښه کېږي.