تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دیوبند مدرسه: طالبان دې له اړتیا پرته سفر نه کوي
- Author, مرزا اي بي بیګ
- دنده, بي بي سي ډیلی
د هند مشهورې دیني مدرسې دارالعلوم دیوبند خپلو طالبانو ته مشوره ورکړې چې د هند جمهوریت ورځې پر مهال له اړتیا پرته سفر کولو ډډه وکړي.
دارالعلوم د جنورۍ پر ۲۰ مه ورځ دغه اعلان خپور کړی. اعلان کې ویل شوي:
''د امنیتي ملحوظاتو له کبله هر ځای تلاشۍ کېږي، اضطرابي کیفیت رامنځته کېږي او د وېرې ترهې یو چاپیریال رامنځته کېږي او له همدې کبله باید له اړتیا پرته سفر کولو ډډه وکړئ. ''
له بي بي سي سره خبرو کې دارالعلوم مسوولینو دغه اعلان تایید کړ.
د دارالعلوم یوه مسوول د نوم نه یادوولو په شرط وویل، ''د هېواد حالاتو ته په کتو سره له تېرو څو کلونو راهیسې دغسې غوښتنې کېږي، موږ نه غواړو دغه خبرې رسنیو ته ورسېږي، ځکه هلته له خبرې خبرګۍ جوړېږي. ''
د ډیلي جامعه ملیه پوهنتون اسلامیاتو استاد رضوان قیصر وايي، د هند خپلواکۍ مبارزه کې د دیوبند رول خورا مهم دی او د خپلو طالبانو د امنیت خوندیتوب لپاره د دغې ادارې اعلان حیرانونکی نه دی. نوموړی وايي:
''دغسې ورځو کې امنیتي تدبیرونه سخت شي او د مدرسې طالبانو ته د خپلو کالیو او ظاهري بڼې له کبله د شک یو ډول چاپیریال رامنځته کېږي او له همدې کبله د ناوړه حالت مخنیوي لپاره دغه اعلان شوی، چې بل مفهوم باید ترې وانخیستل شي. ''
د هند ټیلیګراف ورځپاڼې د دیوبند یوه مشر استاد مولانا منیر الدین عثماني له قوله لیکلي:
''د مهمو ملي مراسمو پر مهال امنیتي تدبیرونه ډېر شي، مخکې کلونو کې هم زموږ ځینې طالبان ځورول شوي دي، ان بریدونه پرې شوي دي او له همدې کبله د احتیاط کولو مشوره ورکړل شوې ده. ''
بل لور تهد دیني علومو څېړونکی مولانا راشد کاندهلوي وايي، احتیاط مهم دی، خو حالت اندېښمنونکی نه دی، خو خبریاله رعنا ایوب بیا د دیوبند اړوند خبر سره ټویټر پیغام کې وايي، 'هند کې د جمهوریت ورځې په څېر ډاډمنونکې او شاندارې ورځې پر مهال هم د یوه قشر اړوند خلک د ورځني ژوند چارو ته هم اندېښمن دي. '