تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند: د پوستې له لارې طلاق لېږونکی سړی نیول شوی
یو هندی سړی له دې کبله پولیسو نیولی، چې خپلې دویمې مېرمنې ته یې د پوستې کارت له لارې طلاق ورکړی و. پر نوموړي د خپلې مېرمنې ځورولو او ورسره د ټګي، برګي کولو تور لګېدلی.
د سویلي حیدراباد ښار اوسېدونکي محمدحنیف نومي دغه ۳۸ کلن سړي له واده کولو درې اونۍ وروسته خپلې مېرمنې ته پوست کارت استولی و، چې په کې یې درې ځله 'طلاق ' لیکلي وو.
محمدحنیف د ضمانت بدل کې خوشی شوی و، خو اوس پولیس وايي د جنسي تېري په تور به یې بېرته ونیسي. د پولیسو مرستیال مشر وې ستیه نراین بي بي سي ته ویلي:
''زموږ معلومات ښيي، چې حنیف مناسب چلند نه دی کړی، ځکه هغه اړین اسناد نه درلودل. ''
هغه وايي، 'موږ د حنیف ضمانت ردوو او د جنسي تېري په تور یې بېرته نیسو. '
حنیف خپله لومړنۍ مېرمن لا هم نه ده طلاقه کړې.
نوموړی د لومړنۍ مېرمنې له شکایت وروسته نیول شوی و. هند کې د دریو طلاقونو موضوع له سخت مخالفت سره مخامخ ده.
د بشري حقونو هندي سازمانونه یې پر ضد کمپاین کوي او د دغه هېواد ستره محکمه پرې د بندیز په اړه غور کوي.