تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان؛ نورې نړۍ ته وېښتان صادروونکی هېواد
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه هېواد په تېرو پنځو کلونو کې د انسانانو د وېښتانو د صادراتو له خرڅلاوه کابو یو میلیون او شپږ سوه زره امریکايي ډالر ګټه ترلاسه کړې ده.
خو اوس د پاکستان ځای چین نیولی.
چین چې د ښکلا توکو په برخه کې پرمختلونکی هېواد دی، د پاکستان له خوا د انساني وېښتانو واردوونکو هېوادونو په سر کې راځي.
دغه هېواد څه باندې سل زره کیلوګرامه د انسانانو وېښتان وارد کړي دي.
له پاکستان نه د چین سربېره امریکا او جنوبي کوریا ته هم ډېر وېښتان واردېږي .
پاکستان په وروستیو کې د انسانانو د وېښتانو واردوونکو هېوادونو په نړیوال نوملړ کې شامل شوی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي، دا چې په چین کې د انسان وېښتانو ته اړتیا په ډېرېدو ده، پاکستان کې د چین لپاره یوه کیلو وېښتان په پنځه یا شپږ زره کلدارو اخیستل کېږي.
رپوټ وايي، له پاکستانه د لوړ کیفیت وېښتان بیا امریکا او جاپان ته استول کېږي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۳ کال راهیسې تر اوسه چین ته له پاکستانه د انسانانو ۱۰۵۴۶۱ کیلوګرامه وېښتان صادر شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي وو، په اسیايي هېوادونو کې میانمار هم د انسانانو د وېښتانو په ډېرو صادروونکو هېوادونو کې راځي. دغه هېواد له ۲۰۱۱ کال راهیسې د انساني وېښتانو د سوداګرۍ نوملړ کې څلورم لوی واردوونکی هېواد ګڼل کېږي.