تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پامیر لمنو کې سفر: د تصویر په ژبه
- Author, ډېو سټیمبولس
- دنده, بي بي سي ټرېول
د قرغیزستان او تاجکستان تر منځ لویه لاره د نړۍ له ډېرو سختو لارو یوه ده. پر دغه لار تګ ته یوازې ډېر زړور سیلانیان زړه ښه کوي. د بي بي سي ډېو سټیمبولس د دغې لارې پر لوړو ژورو سفر ته وتلی و.
د مرکزي اسیا له یوه سره تر بله
د قرغیزستان له اوش ښاره د تاجکستان تر دوشنبې ښاره ۱۲ کیلومتره اوږده لاره سفر د هر کس د وس چاره نه ده، خو هغه مساپر چې د دغې لارې مزلونه وهي، خورا په زړه پورې واورینې څوکې، دښتې. له څلور زره متره هم لوړې درې ویني. د دغې لارې اوږدو کې د انسانانو پرتله ډېرې مارکوپولو غرڅې او پړانګان لېدل کېږي.
د نړۍ بام
د پامیر غرنۍ سیمه د نړۍ بام هم بلل کېږي. دلته داسې څوکې هم شته چې لوړوالی یې اووه زره مترو ته رسېږي. له همالیه، قراقرم او هندوکش لړیو پرته ټوله نړۍ کې دومره لوړې څوکې نه شته. دغه سیمه کې زلزلې هم ډېرې راځي چې له کبله یې د غرونو لړۍ بې ثباته دي او غر ښوېدنه پکې معمول دی. له همدې کبله هغه سیلانیان دلته راتلو ته زړه ښه کوي، چې پر موټر سایکلونو ګرځي.
پر سیمې د برلاسي جګړې برخه
دغه سړک د نولسمې پېړۍ کې روسیانو هغه مهال جوړ کړ چې د برتانوي او روسي واکمنیو تر منځ پر مرکزي اسیا د کنترول لپاره ګریټ ګیم یا ستره لوبه اوج ته رسېدلې وه.
د ورېښمو لار هم له همدې سیمې تېره شوې او پر ځینې غونډيو یې اوس هم د هغو کلاوو او برجونو کنډوالې لیدل کېږي چې د لارې ساتونکو د پوستو غوندې استعمالیدل. شلمه پېړۍ کې روسیانو دغه سړک بیا رغولی، خو اوس یې ډېره برخه له منځه تللې او خاورینه لار پاتې ده.
د افغانستان څنډو کې
د دغه سړک لویه برخه له واخان تړانګې تېرېږي او تر ډېره ځایه د افغانستان او تاجکستان تر منځ له څپاند پنج سیند سره پر غاړه غځېدلی دی. د سیند داوړو لوریو ته د اسماعیلي مسلمانانو کوچني کلي پراته دي. ځینو ځایونو کې لار ناڅاپه له ګړنګونو او خطرناکو کږلیچونو وزي او د سیند پراخو شګلنو غاړو ته ننوځي. دلته نو د موټر ټایرونو او سیند د اوبو تر منځ په سخته یو څو انچه واټن پاتې کېږي.
جهیلونه او اوښان
د لارې له سختیو ګاللو وروسته په زړه پورې منظرې بیا سترګې خوږې کړې. له دوو اونیو مزلونو وروسته داسې جهیلونه لیدل کېږي چې له لرې فیروزې ته ورته ښکاري او دغه راز پراخو دښتو کې دوه کومي لرونکي اوښان ګرځي را ګرځي. یا شوکال جهیل هم په همدې سیمه کې دی چې د سیمې له خوږو جهیلونو یو بلل کېږي. دغه جهیلونه که یوه لور ته مرغانو او کبانو ته پناه ځای ورکوي، نو بل لور ته د سیلانیانو لپاره هم د کمپنګ کولو غوره ځایونه دي. دلته د نورو سیل ځایونو په څېر ګڼه ګوڼه نه لیدل کېږي.
هر لور ته غرڅوکې
د سفر بهیر کې هر لور ته یوازې غر څوکې لیدل کېږي. د پامیر تر څنګ د پولې بل لور ته د هندوکش لوړې څوکې هم ولاړې لیدل کېږي. د ساینس اکاډیمۍ په څېر د ځینو څوکو نومونه هم جالب دي او داسې غرونه هم شته چې تر اوسه هېڅ نوم نه دی ورکړل شوی.
کلک اعصاب
دغه سړک په ځینو سیمو کې ناڅاپه لوړو ژورو ته رسېږي او له ګړنګونو او پچومو تېريږي. زلزلو، واورو، بارانونو او غر ښوېدنې لار په ځینو برخو کې خورا خطرناکه کړې ده. یوه بله ستونزه د لارې اوږدو کې د خلکو لږوالی دی، چې له کبله یې د اړتیا وړ څېزونو موندل ګران دي. پر دغو لارو یوازې هغه کسان سفر کولای شي، چې نه یوازې کلک اعصاب ولري، بلکې ښه ډرېور او د ګاډو ترمیم په چارو کې هم مناسب مهارت ولري.
د سختیو بدیل
دا دومره بې ساري سیمه ده چې په سخته سره به دویم موټر پکې ووینې. خو د سفر له ټولو ستړیو ستونزو، واټنونو او د لارې له دوړو سره سره د دغې لارې اوږدو کې داسې څه وینې چې طبیعي ښکلا یې د لارې د ټولو سختیو ګالنې بدیل بللای شو.
.