د پامیر په لمنو کې

درځئ د افغانستان شمال، د پامیر غرونو ته لاړ شو. دغلته د غره په لمنو کې قرغزیان اوسېږي. د افغانستان له ډېرو توکمو یو یې. دا افغانان چې په لږکیو کې راځي، له سختو کړاونو سره، دا کلونه کلونه کېږي چې مخامخ دي خو اوس یې یوه بېړنۍ ستونزه دا ده چې ښځې یې د ماشوم د زېږون پر مهال مري، نو خلک د خپل نسل ورکېدو وېرې اخیستي دي. زموږ همکار ارشاد هنریار، او فلم اخیستونکی یې، حمید ارشیا، مو د دغو لرو پرتو افغانانو کېږدیو ته ورولي.