تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه ۵ سیمې چې له سیلانیانو تر پوزې راغلې
وروستیو اونیو کې تای لېنډ او فلیپین دوه مشهورې سیلاني سیمې د سیلانیانو په مخ تړلې دي.
تای لېنډ مایا خلیج کې داسې سیمه د خلکو په مخ وتړله چې پر ۲۰۰۰ کال د (د بیچ) فېلم له خپرېدلو وروسته د سیلانیانو ګڼه ګوڼه ور ماته شوه.
خو یواځې تای لېنډ نه دی، د اروپا څو ښارونو کې هم د سیلانیانو له ډېر بیروبار شکایت شته.
پر ۲۰۱۷ کال بارسلونا د ایر بي این ابي شبکې له لارې د اجازه نه لرونکو استوګنو پرضد چارواکي وپارول.
دوی ویل دا ډول خلکو ځايي استوګن له ستونزو سره مخ کړي دي.
د نورو سیلاني یا تاریخي سیمو د خوندیتوب لپاره سیلګرانو ته ټیکټ ګران شوی دی.
روانډا کې اوس د ګوریلي د لیدلو لپاره د یوې ورځې ټیکټ ۱۵۰۰ ډالر دی.
تای لېنډ: مایا سمندرغاړه څلور میاشتې تړلې
تېر مارچ د تای لېنډ چارواکو وویل، د دغه هېواد مشهوره مایا سمندرغاړې بندوي.
د لیونارډو ډي کیپریو فېلم د بیچ دلته فېلم شوی و، چې ور سره دا سیمه د سیلانیانو لپاره په ښه ځای بدله شوه.
هره ورځ دې سیمې ته نږدې څلور پنځه زره کسان ورځي.
کارپوهان وايي، د مایا سمندرغاړې یو ډول بوټي ۷۷ سلنه له سخت خطر سره مخي دي.
د دوی په خبره، تر سپټمبر پورې دا بندیز به دا مسله اواره نه کړي.
بنکاک کې سمندرپوهه تون تمرونګناوسوت وايي، درې کاله مخکې یې یونګ ټاپو هم د سیلانیانو په مخ وتاړه او اوس هلته دا بوټي سیمه وده کوي.
دا وايي، چې په مایا سمندرغاړه کې یې هم د دې بوټو د پیوندولو هڅه پیل کړې ده.
تای لېنډ پر ۲۰۱۱ کال د سیلانیانو په مخ په لسګونو سیمې وتړلې.
ایټالیا: چنکوی ټيري کې ټیکنالوجي کارول
د ایټالیا شمال کې د چنکوی ټيري په نوم رنګارنګ پنځه غرني کلي سیلانیانو ته په زړه پورې ځایونه دي.
دې سیمه کې پنځه زره خلک اوسي او پر ۱۹۹۹ کال ملي پارک وبلل شوه.
اوس دې سیمې ته کال کې دوه میلیونه سیلانیان ورځي.
دغه سیمه کې د څو کلونو تګ راتګ له امله لارې ډېرې خرابې شوې دي.
د ریومګویر او منرولا مېنو ترمنځ لار له ۲۰۱۲ کال راهیسې هغه مهال تړل شوې، چې اسټرالیايي سیلانیان د پاڼ شکېدلو له امله ټپیان شول.
سږني ایسټر اختر کې یوه بله لار کې هم یو سیلاني ټپي شوی دی.
دې سیمې ته د سیلانیانو پر کمولو هم خبرې کېږي، خو تراوسه داسې نه دي شوي.
دوی داسې اېپ هم جوړ کړی چې سیلانیانو ته ښيي په کومو لارو کې بیروبار دی، دا بیروبار لږ که ډېر دی.
پیرو: ماچو پیچو کې ټاکلی وخت
پیرو کې ماچو پیچو پخوانۍ کلا ډېره مشهوره ده.
سیلانیان پکې د ښکلو منظرو او ورېځو کې د پټو ځنګلونو ننداره کوي.
خو د ډېرو سیلانیانو او ډېرو نارسمي لارښودو له امله یې لارې زیانمنې شوې دي.
د ګن ډېرۍ او له اندازې ډېرې خیمې پکې لګېدلې وي.
پر ۲۰۰۵ کال د پېرو حکومت دغه سیمه کې د سیلانیانو شمېر کم کړ.
دا سیمه هر کال پرورۍ کې د پاکولو او رغولو لپاره بندېږي.
که څه هم د پخوا پرتله نظم ډېر شوی او اصول منل کېږي، خو بیا هم دغه سیمه زیانمنېږي.
یونیسکو دې سیمې ته د ورځې ۲۵ زره کسانو ورتګ منلی، مګر له دې ډېر سیلانیان هره ورځ ورځي.
سوېلي کوریا: جیجو ټاپو
تاسو ته پته شته چې د نړۍ تر ټولو بوخته هوايي لار کومه ده؟
تېر کال دا کرښه د سوېلي کوریا له پلازمېنې سیول تر جیجو ټاپو پورې وه.
دا له سمندرغاړې نوي کیلومتره لرې یوه سیلاني سیمه ده.
خلک د اورلوبو، په زړه پورې ځړوبیو او زړه را ښکونکو تفریحي پارکونو لیدلو ته ور ځي.
دا سیمه د واده میاشتې لمانځونکو یا هني مونوالو کې ډېره مشهوره ده.
پر ۲۰۱۷ کال د دواړو هوايي اډو( سیول او جیجو) ترمنځ ۶۵ زره الوتنې شوې وې.
مطلب هره ورځ ۱۸۰ الوتنې د سیول او دې ټاپو ترمنځ وې.
چاینه مارنېنګ پوسټ وايي، هر کال دې سیمې ته نږدې پنځلس میلیونه سیلانیان ځي.
د دوه زره کیلومتر مربع ټاپو لپاره دا کسان ډېر دي.
د ځايي خلکو معترضې ډه له کوریا ټایمز سره خبره کې وايي، جیجو له جراثیمو پاک چاپېریال درلود، خو د سیلانیانو له امله ډېره زیانمنه شوه او اوس له موټرو او ګن ډکه ده.
په سیول کې د ګرځندوی سلاکار کترین ګرمیر همل وايي، دې ټاپو ته ډېر خلک د سمندر له لارې هم ورځي او له امله یې ځايي اقتصاد اغېزمنېږي.
اوس د کوریا حکومت سوېلي جیجو کې بله هوایي اډه جوړوي، ځکه دوی وايي، د سیلانیانو اوسنۍ شمېر به درې چنده او ان تر پنځه څلوېښت میلیونو ورسېږي.
جیجو ټاپو ته تلونکي ډېری سیلانیان چینایان دي.
کولمبیا: کاینیو کریستالیس
کولمبیا کې کاینیو کریستالیس یو خیالي ځای دی.
دلته یو داسې یو سیند دی چې سوربخن ښکاري.
د اوبو د بوټو او رڼا له انعکاس دا سور، ګلابي، شین او زېړ لیدل کېږي.
منځني میټا ولایت کې ځايي خلک دې سیند ته شنه زرغونه وايي.
دا پارک یو وخت د فارک یاغیانو په لاس کې و، کورنی او بهرنی سیلاني ورتلی نه شو.
خو پر ۲۰۱۶ کال له سولې تړون وروسته سیلانیان ور مات شول.
کاینیو کریستالیس ته د سیلانیانو تګ کم دی، خو دا ناڅاپي تګ او د چاپېریالي نظام ترمنځ انډول ساتل ستونزمن شوي دي.
وېره دا ده چې په سیمه کې د خلکو په ډېرېدلو سره به هوا ډېره ککړه شي او ګرانبیه اوبو بوټي به زیانمن شي.
دلته ځینې اصول هم رامنځ ته شوي، لکه پلاستیکي بوتلونه نه غورځو یا اوبو کې د ژویو وژلو دارو نه کارول.
په سیګرټ څکولو او کبانو نیولو هم بندیز لګېدلی دی.
دلته تلونکي ټول سیلانیان په اصولو خبرول کېږي.