جان بولټن: امریکا له سوریې په بیړه پوځیان نه وباسي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي، له سوریې نه د امریکایي پوځیان ایستل په ځینو ځانګړو شرایطو پورې اړه لري. ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره دسمبر میاشت کې په ناڅاپي توګه له سوریې نه د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان کړی و، خو اوس داسې ښکاري چې دا بهیر به ټکنی شي.
اسرائيلو او ترکیې ته د خپل سفر پر مهال ښاغلي بولټن وویل، له ترکیې نه یې تظمین غوښتی چې د سوریې په شمال کې کردان به خوندي وي او ترکیه به یې پرضد ځواک نه کاروي.
نوموړي خبریالانو ته وویل، له سوریې نه د امریکایي ځواکونو دایستلو لپاره کوم مهالوېش نشته، خو دا په دې معنی هم نه ده چې امریکا به د اوږدې مودې لپاره هلته پاتې کېږي.
ښاغلي بولټن زیاته کړه، امریکا غواړي په دې اړه هم ډاډه شي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پاتې جنګیالیو په بشپړه توګه ماته خوړلې.

د عکس سرچینه، AFP
له سوریې نه د خپلو پوځیانو د ایستلو د پرېکړې له کبله پر ولسمشر ټرمپ سختې نیوکې شوې وې.
نوموړي د دسمبر میاشتې په نیمایي کې ویلي وو، له سوریې نه د امریکا ټول پوځیان په سملاسي توګه راووځي.
ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي وو چې داعش ډلې ماته خوړلې ده.
هغه مهال امریکایي چارواکو ویلي وو، په سوریه کې امریکایي پوځیانو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې له دې هېواده را ووځي.
د ولسمشر ټرمپ دې پرېکړې نه یوازې د امریکا متحدین بلکې په واشنګټن کې هم امریکایي پوځي چارواکي حیران کړي وو.
د دفاع پخواني وزیر جېمز مټېس د ولسمشر ټرمپ له دې پرېکړې څو ورځې وروسته استعفا وکړه، او د شنبې پر ورځ د دفاع وزارت د چارو مشر کېوېن سویني هم خپله دنده پرېښوده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې پرېکړه د سوریې په شمال کې هغه کردي ځواکونه هم پرېشانه کړي وو چې د امریکا په ملاتړ جنګېږي، ځکه ترکیه دا کردي ملیشې ترهګرې بولې او پر ضد یې د پوځی عملیاتو خبرداری هم ورکړی و.
خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار وایي، نقره باید د امریکا له مشورې پرته په سیمه کې هېڅ ډول پوځي عملیات ونکړي، او باید امریکایي ځواکونو او متحدینو ته کوم خطر ور پېښ نکړي.








