"پاکستان نور افغانانو ته پر کرښه ویزه نه ور کوي"

د پاکستان ډان ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې افغانان د هغو هېوادونو د وګړو له نوملړه اېستل شوي چې له رسېدو سره سم پر کرښه ویزه ورکول کېږي.

ډان د فدرالي پلټنو Federal Investigation Agency (FIA) ادارې د مشر عصمت الله جونېجو له قوله لیکي چې دا ګام د امنیتي اندېښنو له کبله پورته شوی دی.

ښاغلي جونېجو ویلي، ټول هغه افغانان چې غواړي پاکستان ته سفر وکړي باید په خپل هېواد کې د پاکستان له قونسلګرۍ ویزه ترلاسه کړي او بیا پاکستان ته لاړ شي.

هغه دا هم ویلي چې پاکستان کې به ځان له پولیسو سره راجستر کوي.

د نوي قانون پر بنسټ به تر راجستر کېدو وروسته افغانانو ته د اوسېدو اجازه لیک یا پرمټ ورکول کېږي او کله چې یې هغه پرمټ بېرته وسپاره بیا به د سفر یا بېرته ستنېدو اجازه ورکول کېږي.

اوس مهال پاکستان ۲۴ هېوادونو ته دا اسانتیا ورکړې چې دغه هېواد ته له رسېدو سره سم ویزه ورکوي چې په دې کې چین، مالیزیا او د امریکا متحده ایالتونه راځي.

د ټرمپ خبرو ته د هند غبرګون

هندۍ ټایمز اف اینډیا ورځپاڼې د دغه هېواد په اړه د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پرونیو څرګندونو پر وړاندې د هندي چارواکو غبرګون خپور کړی چې ښاغلي ټرمپ په یوه برخه کې پر لومړي وزیر نرېندرا مودي ملنډې ووهلې.

پرون ښاغلي ټرمپ نیوکه وکړه چې ولې د ده هېواد په افغانستان کې ښکېل دی او پر ځای دې یې روسیه، هند او پاکستان ښکېل وي.

هغه دا هم وویل چې ښاغلي مودي په افغانستان کې د یوه کتابتون جوړول څو څو ځلي راته یاد کړي دي او دا زموږ د پنځو ساعتونو لګښت برابر دی.

ورځپاڼې د هند حکومت غبرګون خپور کړی چې ویلي یې دي، افغانستان ته یوازې د سرتېرو لېږل مهم نه دي او له دې سره یې ویلي چې افغانستان ته د هند څه باندې ۳ میلیارد ډالر مرستې د انسانانو ژوند بدلولی شي.

د ورځپاڼې په لیکنه د هند حکومتي سرچینو ویلي، دغه هېواد خپل وسله وال ځواک "د ملګرو ملتونو له سوله ساتو عملیاتو" پرته بل هېواد ته نه استوي.

روسي شنونکي: د ټرمپ معلومات نیمګړي دي

روسۍ سپوتنېک نیوز بیا د روسیې په اړه د ولسمشر ټرمپ پر څرګندونو پر ټولنیزو شبکو له غبرګونونو یو مطلب خپور کړی.

پرون ښاغلي ټرمپ د روسیې په اړه بیا وویل چې شوروي اتحاد په افغانستان کې دیوالي شو او روسیه شوه، هغه دا هم وویل چې شوروي ځکه افغانستان ته لاړ چې له هغه ځایه ترهګر ورتلل نو د هغه په وینا چې حق یې کېده.

سپتنېک د یو شمېر روسانو غبرګونونه خپاره کړي چې د ښاغلي ټرمپ په خبره قهرېدلي او غواړي د تاریخ درس ورکړي، ځکه د یو شمېر روسانو په اند شوروي د خپلو شرابي او فاسدو مشرانو د خیانت له لاسه ړنګ شو.

بل دا چې شوروي څو کاله وروسته له دې چې له افغانستان ووت ړنګ شو، نو د دوی په باور له یوې خوا د ښاغلي ټرمپ معلومات ناقص دي او بل لور ته دا نه وايي چې له افغان مجاهدینو د دوی ملاتړ د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د را پیدا کېدو لامل شو.