د ۲۰۱۸ کال تر ټولو ډېر حیرانونکي تصویرونه
کیلي ګرویر دغه ۱۲ تصویرونه انتخاب کړي دي، چې ذهنونه یې هک حیران کړي دي. دې که د هنډوراس یوې ښځې تصویر هم شته، چې حیرانونکی احتجاج یې کړی او دغه راز د هغه امریکايي فوټبال لوبغاړي د هغې شېبې تصویر هم پکې شامل دی، چې پښې یې ښویدلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ارام هنر
یوه عکاس د هنډوراس ټیګو سیګالپار پر یوه سړک د ولسمشریزو ټاکنو خلاف د احتجاجونو لړ کې د دغې ښځې تصویر واخیست. دغه ښځه د پولیسو مخې ته پړ مخې پرته وه او احتجاج کونکو ته یې کتل. دغه تصویر د نرمادګۍ یوناني مجسمې او د وان ګوخ لوڅې مجسمې ته ورته وبلل شو. هغه مجسمه (پر لاسونو ارام) نوم لري.

د ایکسرې انداز
د چین په دونګوان اورګاډي تم ځای کې د یوې ښځې له لاسه د هغې دستکول د امنیتي ایکسرې مشین ته وغورځېد. ښځه په خپل دستکول پسې سملاسي د تالاشۍ ماشین ته ننوته او د کمپیوټر پر پردې یې اخیستل شوی تصویر پر خواله رسنیو خپور شو. د دغې خواشینې ښځې تصویر ځینو خلکو د راتلونکي وخت څرک وباله او ځینې نورو بیا دد اسټرالیا پخوانیو اوسېدونکو ته ورته وباله چې مجسمې یې د اسټرالیا په ختیځ ښار اوبیر کې موندل شوې دي.

د اډیسي فضايي سفر
فرورۍ میاشت کې سویلي افریقا کې ایلون مسک د لمر مدار کې د ۲۰۰۸ کال موډیل ټیسلا روډیسټر ګاډی خوشی کړ. په یوه تصویر کې کې چې ډېر لاس پر لاس شو، داسې ستور مزلی وینو چې خورا نري کالي یې اغوستي او له دې کبله داسې تاثر واخیستل شو، چې ګواکې دغه ګاډی له ځمکې لري روان دی او دا چې زموږ ځمکه زموږ له لاسونو لرې ځي.

باسکټ بال ستوري
د سږ کال اپریل کې د هیوسټن راکټس لوبډلې جیمز هارډن پېښه وښوېده او داسې حال کې یې وینو چې د مینه والو منځ کې د غورځیدو حالت کې دی. تصویر د مینسوټا ټارګټ سنټر لوبغالي کې د لوبې له پیله سره سم اخیستل شوی دی. د خواله رسنیو کاروونکو دغه تصویر کې د رنیسانس دورې د هنرمن رافیل د یوه اثر څرک ولید.

په خاموشۍ کې پوړندې
د سږ کال مې کې له ۴۰ کلونو وروسته هوايي ټاپو کې له زلزلې وروسته د اور شېندونکو غرونو پوړنده ایرې پر سړکونو وبهیدې. د پونا ښار پر سړکونو انګار ته ورته بهیدونکو ایرو ډېر خلک حیران کړل. دغه پېښه د اتلسمې پېړۍ یوې پېښې ته ورته وبلل شو، چې د اټالیا په ویسو ویس اور شېندونکي غره بهیدونکو پوړندو انګریز انځورګر جوزف رایټ دومره متاثر کړ چې انځور یې جوړ کړ.

پلاستک کې نغښتی مرغه
د دغه مرغه تصویر سږ کال هغه مهال ډېر وبوږنول چې نېشنل جیوګرافیک د ځمکې پر مخ د پلاسټک په هکله د عامه پوهاوي یو کمپاین وکړ. نېشنل جیوګرافیک دغه کمپیان ته د 'پلانیټ یا پلاسټک ' نوم ورکړی و. عکاس دغه مرغه له پلاستیکه ازاد کړ، خو تصویر یې ډېرو ته د برتانوي هنرمن جوزف رایټ 'ډربي تجربې ' ور یاد کړ، چې یو مرغه په ایر پمپ کې ساتل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
جي اووه سرمشریزه
دغه تصویر جرمني حکومت خپور کړ، چې چانسلره اېنګلا مېرکل له نورو مشرانو سره یو ځای له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د خبرو په حال کې لیدل کېږي.
دغه تصویر د ناټو مشرانو او امریکايي ولسمشر د اړیکو غوره انځور وړاندې کونکي بلل شوی.
تصویر د هالنډي هنرمن ایرونیمس یوه اثر ته ورته بلل شوی، چې 'جادوګر ' نومېږي. هغه تصویر کې یو دکاندار په کرار کرار د خپلې خوښې سودا کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
روان کال روسیه کې دفوټبال نړیوال جام یوه لوبه کې د بلجیم ونسنټ کومپني یوه هوايي توپ مخنیوي لپابره د جاپان ګول ساتونکي ایجي کاوا شیما ډېر خطرناک ټوپونه ووهل.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځوړند بیرغ
د سږ کال اګست کې د امریکا سناتور جان مکین ومړ. ولسمشر ټرمپ د هغه درناوي څرنګوالي کې ډېر زړه نا زړه و، چې د امریکا پخوانی جنګي اسیر اتل او په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ سیال و. د هغه مړینې پر مهال د سپینې ماڼۍ امریکايي بیرغ ځوړند شو، بیا پورته شو او بیا ځوړند شو.
د شالید په توګه دغې موضوع ته د ډلاویر ایالت مشهور واشنګټن کراسنګ کې د ۱۹ پېړۍ نصب شوې امانویل لیوټز د شاهکار او د نن هنرمن شان سکلې 'ژوندی توپ ' اثر سره یو ځای د امریکايي بیرغ پر مرموز درناوي د پوهېدو کوښښ وشو.

د عکس سرچینه، Getty Images
فلسطیني مظاهره کونکي
دغه تصویر د یوه فلسطیني ځوان دی چې د احتجاجونو پر مهال اخیستل شوی دی. خلکو دغه تصویر د فرانسیسي انځورګر اوجین ډیلاکوا هغه اثر ته ورته وبلل شو چې پکې د ۱۹ مې پېړۍ نیمايي کې فرانسویان د خپل پاچا خلاف د احتجاج په حال کې ښوول شوي دي.
د دغه فلسطیني احتجاج کونکي لاس کې پچنوغزه له میلاده د اووه پېړۍ مخکې د بایل نینوا اشوري تمدنونو تاریخي پېښې ته ورته وبلل شوه، چې یو سرتېري د لیندۍ له لارې ډبرې ولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روباټ ترمیم
د انجنرۍ هنر په مرسته د رغول شوي روباټ په ککرۍ کې د مصنوعي غړو ماهر مایک همفرې د برېښنايي تارونو ترمیم دغه تصویر جالب او په عین حال کې اندېښمنونکی بلل شوی.
د دغه هنر ماهرین وايي له مړو موادو به د ژوندو انسانانو د هر غړي کټ مټ کاپي جوړه کړي.
دا د قبرصي هنرمن پیګ میلین یاد تازه کوي، چې له ډبرو یې ژوندیو انسانانو ته کټ مټ ورته مجسمې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
بیکنسي شریډر
د 'نجلۍ او غونډوسکي ' تصویر له لیلامۍ سره سم مشتري د دغه تصویر څېرلو لپاره په شریډر مشین کې واچاوه. تصویر د ۱۲۰ زره یورو بدل کې پلورل شوی و. دغه مهال و چې اواره برتانوي هنرمن بینکسي ساړه اسویلي سره لستوڼي بډوهل او شریډر ته یې د اچول شوي تصویر عکس واخیست. دغه تصویر سره یو بل شاهکار رامنځته شو، چې د 'خځلو په ټوکرۍ کې د مینې ' نوم ورکړل شو. د نجلۍ او غونډوسکي څېرېدونکي تصویر د هالنډي هنرمن ایشر د هغه شاهکار یاد تازه کړ چې 'بانډ اف یونین ' نوم ورکړل شوی.
۔








