تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۳۲ کاله پخوا تښتول شوې ښځه بېرته وموندل شوه
یوه ارجنټاینۍ مېرمن چې په ۱۹۸۰م کې انسان تښتوونکو تښتولې وه، له ۳۲ کلونو وروسته خپلې کورنۍ سره یوځای شوې ده.
نوموړې د ارجنټایني او بولېویايي پولیسو په ګډو عملیاتو کې خوشې شوې ده.
دغه مېرمن چې اوس ۴۵ کلنه ده، د روان کال تر لومړیو یې حال معلوم نه و خو بیا وروسته پولیسو ته پته ولګېده چې د بولوویا په سوېل برمېجو کې ساتل کیږي.
وروسته پولیسو هغه کور پیدا کړ چې دغه مېرمن او د هغې نهه کلن زوی پکې ساتل کېدل.
د ژغورل شوې مور او زوی نوم او نور جزیات تر اوسه نه دي شریک شوي.
د ډېسیمبر په ۲۵ خپره شوې خبره پاڼه کې د ارجنټاین پولیسو ویلي، دغه ښځه توانېدلې بېرته په مارډېل پلاټا کې خپلې کورنۍ ته ورشي.
نوموړې او د هغې زوی د دې میاشتې په لومړیو کې ازاد شوي دي.
خپره شوې اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې د دغې تښتونې مسوولیت کومې ډلې اخیستی او که نه.
په دې هېواد کې د مافیایي کړیو لخوا د ښځو تښتول څو لسیزې مخینه لري، او د بشري حقونو او مدني فعالانو بیا بیا د دې ستونزې پر ضد غږ پورته کړی او کمپاینونه یې پیل کړي دي.