تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د داعش ضد جګړه کې تر ټولو جګپوړي امریکايي چارواکي استعفا وکړه
له اسلامي دولت نومې ډلې سره جګړه کې د امریکا تر ټولو لوړپوړي چارواکي له سوریې د امریکايي ځواکونو ایستلو پرېکړې موضوع پر سر استعفا کړې.
رپوټونو کې ویل شوي بریت مکګورک د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغې پرېکړې له کبله استعفا کړې چې وايي، له سوریې امریکايي ځواکونه باسي.
د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې مخکې نوموړي ټینګار کاوه چې باید امریکا د داعش خلاف سوریه کې فعالیت وکړي.
هغه ویلي و:
''موږ باید په ساحه کې واوسو او دا باوري کړو چې په دغه سیمه کې ثبات وساتل شي. ''
ښاغلی مکګورک د امریکا دفاع وزیر جیمس مټیس له ناڅاپي استعفا وروسته دنده پرېږدي، چې افغانستان کې یې د پوځونو شمېر لږولو او له سوریې د ځواکونو ایستلو پرېکړې سره مخالف کړی.
جنرال مټیس په خپل استعفا لیک کې ویلي، 'ولسمشر حق لري داسې څوک یې پر ځای وټاکي چې نظر یې ډېر سره ورته وي.
ښاغلی مکګورک یو تجربه لرونکی دیپلومات دی چې اوسنۍ دنده د پخواني ولسمشر باراک اوباما حکومت پر مهال ۲۰۱۵ کال کې ورسپارل شوې وه.
په خپل استعفا لیک کې چې اي ایف پي خبري شبکې لیدلی، نوموړي ویلي، سوریه کې داعش وسله وال په تېښته دي، خو په وینا یې لا هم مات شوي نه دي.
د هغه په وینا له سوریې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به داسې شرایط برابر شي، چې دغه ډله راپورته شي.