تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا یو شمېر حکومتي ادارې د بودیجوي جنجال له کبله تړل کېږي
د امریکا او مکسیکو ترمنځ پر پوله د دیوال جوړولو لپاره د ولسشر ټرمپ لخوا غوښتل شوې بودیجې د تصویب پر سره ددې هېواد د سنا ډیموکراټان او جمهوري غوښتونکي هوکړې ته نه دي رسیدلي. له دې سره به د امریکا د حکومت ځینې برخې د بودیجې د قانون نه تصویبېدو له امله وتړل شي.
دا کار به د امریکا پروخت د شنبې په شپه ناوخته عملي شي.
په دې برخه کې د امریکا د وزارتونو، د فدرال دولت بنسټونو لکه د کورجوړونې، د کورني امنیت، د کرنې، بهرنیو چارو وزارتونه او د څارنوالۍ یو څلورمه نامهمه برخې ځنډيږي چې ټولټال پکې ۸۰۰ زره دولتي مامورین کار کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې ویلي و، که د سنا دیموکراتان د امریکا او مکسیکو پر پوله پر دیوال جوړلو هوکړه ونه کړي او د بودیجې قانون تصویب نه شي، حکومت یې د اوږدمهاله ځنډ لپاره چمتووالی لري.
په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال ښاغلي ټرمپ وویل: "هیله لرم داسې ونه شي، خو موږ د اوږد مهاله ځنډ لپاره چمتوالی لرو."
ډونلډ ټرمپ امریکا ته د مکسیکويي کډوالو د ننوتلو د مخنیوي په پار د دواړو هېوادونو پر پوله د دیوال جوړولو لپاره له ۵ تر ۷ میلیارده ډالره بودیجه ځانګړې کولو غوښتونکی دی، خو دیموکراتان دا کار بې ګټې او د بودیجې ضایع کول ګڼي.
د امریکا ولسي جرګې د جمعې په ورځ د ښاغلي ټرمپ د بودیجې طرحې ته ۲۱۷ مثبت او ۱۸۵ منفي رایې ورکړې. خو په سنا کې بیا جمهوري غوښتونکي ددې طرحې د تصویب لپاره کافي رایه نه لري.
د سنا د تګلارې له مخې، ددې طرحې تصویب په دې جرګه کې د ۱۰۰ رایو نه ۶۰ ته اړتیا لري، خو جمهوري غوښتونکي د امریکا په سنا کې یوازې ۵۱ څوکۍ لري.
ښاغلي ټرمپ ویلي، که دولتي چارې وځنډيږي، د کرېسمس رخصتیو لپاره به فلوریدا ایالت ته لاړ نه شي.
له دې وړاندې هم د امریکا د حکومت ځینې برخې د ۲۰۱۸ کال پیل کې د بودیجې پر سر د اختلافونو له کبله تړل شوې وې.
له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړول د ټاکنو پرمهال د ټرمپ یوه انتخاباتي ژمنه وه.
هغه دا دیوال امریکا ته له مکسیکو د ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره جوړول غواړي. هغه وايي: "دوی له ځان سره جرم او ناروغي امریکا ته راوړي."
ډونلډ ټرمپ وايي، دیموکراتان د پولو خوندیتوب ته پام نه کوي.