تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مزدوران د ۱ ډالر رشوت اخیستو له کبله نیول شوي
سنګاپور هغه دوه چینايي کارګر رسماً تورن کړي چې له لاريو چلونکو یې یو ډالر رشوت اخیست.
ویل کېږي دغه دواړه مزدوران وو چې له لاریو به یې بارونه کوزول او د لاریو ژر تشولو بدل کې یې څو ځله له موټروانو یو ډالر رشوت اخیستی دی.
که پر دغو دواړو کارګرو چې یو یې ۴۷ کلن چین زیلیانګ نومېږي او بل یې هم ۴۳ کلن ژاو یوسیون دی، د بډې اخیستو جرم ثابت شي، ښايي پنځه کاله زندان سزا ورکړل شي او سل زره سنګاپوري ډالر جریمه شي.
سنګاپور ته د یوه داسې هېواد ویاړ ورپه برخه دی، چې نړۍ کې تر ټولو لږ مالي فساد پکې کېږي. ویل کېږي دواړو کارګرو په کوګینټ نومي زېرمتون کې د لاریو بار کوزولو پر مهال بډې اخیستې.
دغه زېرمتون کې د لاریو بارچالانۍ لپاره کانتینرونه ساتل کېږي. د مالي فساد مخنیوي لپاره د سینګاپور ځايي ادارې په یوه اعلامیه کې له کارګرو غوښتي چې خپلې دندې په 'شفافیت' سره وکړي. اعلامیه زیاتوي:
''که رشوت د یوه ډالر په کچه لږې پیسې هم وي، اخیستونکي یې مجازات کېدای شي، ځکه په هېڅ اندازه او کچه بډې، رشوتونه د منلو او زغمولو وړ نه دي.''
په اوبو کې دغه ایسار هېواد له فساده د پاکوالي درجه بندۍ کې پرلپسې پورته ځي او د شفافیت نړیوالې ادارې د ۲۰۱۷ کال په نړیوال لیست کې شپږم ځای ته پورته شو.