پاکستاني نرښځیان: "اوس موږ ته هم د انسان په سترګه کتل کېږي"

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په پېمز روغتون کې په لومړي ځل د هیزانو یا نرښځیو ناروغانو لپاره دوه ځانګړې او بېلې خونې جوړې شوې دي.
د چارواکو دې ګام بېلابېلو غبرګونونه را پارولي. ځینې دا پرېکړه ستایي او ټینګار کوي چې له دې سره به نرښځي ناروغان هم په اسانۍ سره روغتیایي اسانتیاو ته لاسرسی پیدا کړي.
خو یو شمېر نور بیا په دې باور دي چې دا ډول چلند نرښځیان په لوی لاس له نورو انسانانو جلا کوي او په دوی کې دا احساس نور هم پیاوړی کوي چې ګواکې دوی "غیر نورمال" دي.
د چندا په نامه یوې نرښځۍ بي بي سي ته وویل، په دې پرېکړه ډېره خوشحاله ده.
چندا وایي، کله به چې په روغتونونو کې نرښځي ناروغانو د عادي ناروغانو ترڅنګ په یوه خونه کې پراته وو نو ډول ډول ستونزو او سپکاوي سره مخ کېدل.
د هغې په وینا، عادي ناروغان او خپلوان یې نه غواړي چې یو نرښځی دې له دوی سره په یوه خونه کې بستر وي.
چندا زیاتوي، د نرښځیانو لپاره ځانګړې او بېلې خونې په دې معنی دي چې اوس دوی هم لږ تر لږه په انسانانو کې شمېرل کېږي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریالې سحر بلوچ د پېمز رغتون د دې دوه ځانګړو خونو عکسونه د نایاب علي په نامه یوې نرښځۍ ته وښودل.
نایاب د عکسونو په لیدو احساساتي شوه. نوموړې د خپلو هغو ټولو نرښځیو ملګرو نومونه یاد کړل چې په روغتونونو کې چا کوټه نه ورکوله.
نایاب وایي، ګڼ شمېر نرښځیان د درملنې وس نه لري او د بېوسۍ او خوارۍ ژوند تېروي.
د پېمز روغتون یو مشر ډاکټر بي بي سي ته وویل، د نرښځیانو لپاره د ځانګړو خونو جوړول ځکه اړین وو چې لږ تر لږه ټولنه د دوی شتون ومني.
هغه زیاته کړه، ډېری وخت په روغتون کې د یو نرښځي شتون هم د جنجال لامل کېدلی شي.
د پېمز روغتون دا هم ویلي چې هلته به د نرښځیانو معاینه او درملنه په وړیا توګه کېږي.
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې له یوه نرښځي سره د همدې روغتون د کار کوونکو د بد چلند یوه ویډیو پر خواله رسنیو خپره شوه.
له پېښې وروسته د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري روغتون چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د نرښځیانو لپاره دې بېلې ځانګړې خونې چمتو کړي.

په پاکستان کې نرښځيان د ټولنې بې وزله او کمزورې برخه بلل کېږي، او ډېری وخت ورسره د بد چلند او زور زیاتي رپوټونه را مخې ته کېږي.
یوې وروستۍ سرشمېرنې په پاکستان کې د نرښځیانو ټول شمېر لس زره ښودلی، خو نرښځیان وایي، یوازې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د دوی شمېر شپږ زرو ته رسېږي.









