پاکستان نرښځي حاجیانو سره مرستې لپاره سعودي ته استوي

د ویډیو تشریح، پاکستان کې د نرښځيانو ستونزې
    • Author, اظهارالله
    • دنده, بي بي سي/پښتونخوا

پاکستان په لومړي ځل روان ۲۰۱۸ کال کې حج ته د نرښځيانو (هیځانو) د استولو پرېکړه کړې، چې هلته د حاجیانو خدمت وکړي.

دا پرېکړه د پاکستان "سکاوټس" ټولنې غړو کړې ده.

دوی وايي، د حاجیانو دغه نرښځي خدمت کوونکي به د هېواد له هر ایالت نه د حاجیانو د خدمت لپاره استول کېږي.

د یادې ادارې کمېشنر عاطف امیني بي بي سي ته وویل، د نرښځیانو لپاره یې لا شمېر نه دی ټاکلی، چې څومره کسان به ځي، خو وايي له هر ایالت نه به دوه یا درې نرښځیان ولېږي.

امیني زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې له پاکستانه د خادمانو په جامه کې نرښځیان سعودي عربستان ته استول کېږي.

د نرښځو د بشري حقونو فعال قمر نسیم بي بي سي ته وویل، حکومت د نرښځیانو په حق کې ښه ګام اخیستی.

پاکستاني نرښځيان

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۰ کال، د پاکستان سترې محکمې نرښځیانو ته د یوه ځانګړي کارت ورکولو امر وکړ، چې د هغوی د جنسیت په خانه کې "نرښځی" یا x لیکل شوي وو.

دی وايي، نرښځیانو ته په سپکه سترګه کتل کېږي؛ همدا ده چې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې دي.

ښاغی نسیم زیاتوي، هغه نرښځیان به د خادمینو په جامه کې حج ته ځي، چې د نارینه وو پېژند کارت ورسره وي، ځکه چې په وینا یې، سعودي عربستان د نرښځیانو په نامه په کارت څوک نه پرېږدي.

په ۲۰۱۶ کال کې، د سعودي عربستان حکومت د پاکستان په ایجړاګانو د عمرې کولو بنديز لګولی و، چې له امله یې نرښځي سخت نهیلي شوي وو.

په ۲۰۱۰ کال، د پاکستان سترې محکمې نرښځیانو ته د یوه ځانګړي کارت ورکولو امر وکړ، چې د هغوی د جنسیت په خانه کې "نرښځی" یا x لیکل شوي وو.

په دې هېواد کې د ۲۰۱۷ کال د سرشمېرنې له مخې د هیزانو یا نرښځو شمېر شاو خوا لس نیم زره ښودل شوی.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې هیزان یا نرښځي کولی شي په ټاکنو کې برخه واخلي او دولتي دندې هم پر مخ بوځي.

پاکستاني نرښځيان

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د نرښځيانو د حقونو یو فعال وايي، نرښځیانو ته په سپکه سترګه کتل کېږي؛ همدا ده چې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې دي.