کاناډا ته د چین 'ګواښنه'

چین له کاناډا غوښتي، چې د هوايي شرکت ځايي نیول شوې اجرايي مشره مینګ وانژو خوشې کړي او یا به یې 'عواقبو سره مخامخ شي. '

یوه اعلامیه کې ویل شوي، د چین بهرنیو چارو وزیر لي یوچینګ په خپل هېواد کې د کاناډا سفیر احضار کړی او په دې تړاو یې ورته 'سخت احتجاج ' کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت د مېرمن وانژو نیول یو 'سخت ناوړه ' عمل بللی.

له دې مخکې په کاناډا کې د امریکا له خوا د چین هواوي شرکت نیول شوې جګپوړې مالي مشره منګ وانژو له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د بندیزونو بابیزه ګڼلو له کبله تورنه بلل شوې ده، ښايي تر ۳۰ کلونو بند سزا ورکړل شي.

اغلې وانژو د امریکا په غوښتنه کاناډا کې ونیول شوه او د جمعې په ورځ کاناډا کې محکمې ته حاضره کړل شوه.

امریکايي څارنوالان ادعا کوي چې اغلې وانژو د هواوي شرکت اړوند یو شرکت سکای کام نه په ګټې اخیستلو له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ کال پورې پر ایران بندیزونه بابیزه ګڼلي دي.

چین د اغلې وانژو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او کاناډا له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی.

امریکا وايي، منګ وانژو په هانګ کانګ کې په ناسم ډول سکای شرکت له هواوي شرکت جلا ښکاره کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن وویل، نه امریکا او نه هم کاناډا داسې اسناد لري چې ګني اغلې وانژو دې پړه ثابته کړي.

د چین د هواوي شرکت دغه جګپوړې مشره داسې مهال نیول شوې چې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزې جګړې اغېز پر نړیوالو بازارونو هم منفي اغېز کړی.

د چین ولسمشر شي جین پینګ او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هوکړه کړې چې تر درېیو میاشتو به نوې تعرفه نه وضع کوي.

دوو امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ښاغلی ټرمپ مخکې د اغلې وانژو پر نیول کېدو نه خبر نه و.

منګ وانژو د شنبې په ورځ نیول شوې ده، خو د نیول کېدو خبر یې د چارشنبې په ورځ خپور شو.

د هوايي جګپوړې مالي مشره منګ وانژو ددغه شرکت بنسټګره هم ده.

محکمه کې څه تېر شول؟

په برېټېش کولمبیا لوړه محکمه کې منګ وانژو د "سکای کام" په نامه د هواوي شرکت له یوې څانګې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ پورې پر ایران د لګول شویو بندیزونو بابیزه ګڼلو کې ګټه اخیستې ده.

نوموړې تورنه شوې چې ولې یې سکای کام د هواوي شرکت یوه څانګه نه ده معرفي کړې.

که پر هغې دغه تورونه ثابت شي، تر ۳۰ کلونو زنداني کېدای شي.

خبریالان وايي، په محکمه کې د اغلې وانژو لاسونه تړل شوي وو او زرغون کمیس یې اغوستی و.