تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: افغانستان کې جګړه ختمېدی شي
امريکايۍ مېلېټري ټايمز ورځپاڼه وايي ولسمشر ټرمپ افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته له وروستۍ اوښتې مرگژوبلې وروسته بيا هم په دغه هېواد کې د خپلو ځواکونو د حضور دفاع وکړه.
ورځپاڼې واشنګټن پوست سره د ښاغلي ټرمپ کړې مرکې ته په اشاره وايي نوموړي ورځپاڼې ته وويل "هر کارپوه سره چې يې خبرې کړي، ورته يې ويلي که افغانستان کې پاتې نه شو، نو بيا به دلته په امريکا کې جگړه کوو."
ولسمشر ټرمپ وايي چې دا استدلال يې بيا بيا اورېدلى. د امريکا ولسمشر افغانستان کې د سولې د خبرو اترو په تړاو ويلي شونې ده چې افغانستان کې جگړه ختمه شي.
ورځپاڼه وايي پر ولسمشر ټرمپ فشار دى چې ولې يې تر اوسه افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره له نژدې نه دي کتلي.
ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې چې په سم وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي. د سپينې ماڼۍ سرچينو ويلي چې افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د سفر په تړاو خبرې روانې دي.
برتانوۍ اېنډېپنډېنټ ورځپاڼې پلازمېنه کابل کې پر جي. فور. اېس برتانوي امنيتي شرکت بريد مهم بللى.
جي. فور. اېس د نړۍ يو له سترو امنيتي شرکتونو دى او د هغو بهرنيو شرکتونو په ډله کې راځي چې په افغانستان کې دنده فعالیت لري.
ورځپاڼه وايي، ياد امنيتي شرکت پلازمېنه کابل کې د برتانيا سفارت ته څېرمه پرتو سيمو لپاره ساتونکي برابروي.
ورځپاڼه زياتوي، جي. فور. اېس نړۍ کې ١٠ زره مشتريان لري چې په کې د "فوټسي ١٠٠" ونډو شاخص ٥٩ شرکتونه هم شامل دي.
ورځپاڼې د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت غبرگون هم راخيستى چې وايي د پېښې په تړاو د نورو جزيياتو د مالومولو لپاره له افغان چارواکو سره په گډه کار کوي.