تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زما د مېړه پټ ژوند؛ خاین مېړه مې بښلی شم؟
د بي بي سي خبریالې سانګیتا میسکا له یو شمېرو هغو کسانو سره خبرې کړي چې په سکس د روږدېدا له امله زیانمن شوي دي.
یوه هم هغه ښځه ده چې له خپل واده شل کاله وروسته پوه شوه مېړه یې یو پټ ژوند لري.
دې ښځې موږ ته خپله کیسه کړې.
تل مې فکر کاوه چې معمولي ګډ ژوند لرم. له واده وړاندې کلونه سره یوځای وو، وروسته له واده مو هم څو لسیزې ګډ ژوند و اولادونه مو درلودل. مېړه مې یو بریالی سوداګر او ډېر وخت به د کار لپاره په سفر و ما د ماشومانو لویولو او روزلو ته پوره وخت درلوده.
هغه به د اونۍ په ورستیو ورځو کې په کور و عادي ګډ ژوند مو و کور کې به خوښ و.
یوه ورځ مې څه په کار شول، کور کې په هغه میز چې ده کار کاوه ورغلم کمپیوټر یې خلاص او دی نه و.
هېڅکله مې نه یادېږي چې ما یې کمپیوټر لیدلی وي چې پام مې شو د ایمیلونو پاڼه پرانیستې وه په هغه ایمیل مې سترګې ولګېدې چې ده ځانته د لندن په یوه هوټل کې خونه نیولې وه، زه باید د دې ورځې په سبا له خپلو خورلڼو سره یوه سفر ته تللې وای له ځان سره مې وویل: "یو څه عجیبه ده ولې یې په هوټل کې خونه نیولې؟" زما له نظره عجیبه وه او نه پوهېدم ولې.
ټوله ورځ له هر څه ګوښه ناسته وم او په دې موضوع مې فکر کاوه.
کله چې د خوب ځای ته لاړم نه مې شو کولی دا موضوع هېره کړم جرات مې وکړ ترې مې وپوښتل ولې دې د هوټل هغه خونه کرایه کړې وه؟ هېڅ ځواب یې رانه کړ.
دې چوپتیا ماته دا وویل چې کومه خبره حتماً شته، نیمه ګړۍ به اوښتې خو ماته داسې ښکاره شوه لکه دوه دقیقې پورته شوم او ورته مې وویل "څه خبره ده ؟"
نه مې یادیږي چې په کومو ټکو یې ځواب راکړ، خو وویل خواشینی یم او یوه کس سره مې هلته د لیدو ژمنه وه. خبرې نه وې ختمې پورته شوم جامې مې واغوستې او د کور ښکته پوړ ته لاړم نه مې شو کولی په یوه خونه کې ورسره پاتې شم کیناستم او اوښکې مې بې واره روانې وې.
هغه راښکته شو مخامخ راته کیناسته او راته یې وویل چې خواشینی او خپه دی بیا یې غبرګه کړه ډېره موده کېږي ستریپتیز کلپ ته د یوې نڅاګرې لیدو ته ځي هغه خونه یې هم هغې سره د وخت تېرولو لپاره نیولې تر هغې چې اړیکه یې نوره هم ښه مخ ته لاړه شي.
زړه مې ویل پرې باور وکړم. که رښتیا ووایم ډېر راته ګران و او ډېره خپه هم، خو د وجود یوې کوچنۍ برخې مې ویل: "اوس باید رښتیا ومنم، هغه یو داسې نارینه دی چې متوسط عمر لري یوه شېبه یې وینه مغزو ته نه ده رسیدلې او غلطي ترې شوې کولی شې دا کيسه بیخي پریږدې."
د دې لپاره چې ملګرو مې ډېره غوښتنه کوله او زه باید هغوې سره په سفر تللې وای له ځان سره مې وویل یو څو ورځې به لرې شم او دا به مرسته وکړي چې زه خپل ذهن او فکر راټول کړم.
دوستانو ته مې څه ونه ویل غوښتل مې دا راز له ځان سره وساتم.څو ورځې مې ډېرې سختې تېرې ګړې نه مې شو کولی چې سمه ویده شم نه مې شو کولی ډوډۍ وخورم هېڅ پوه نشوم هغه وخت څنګه تېر شو.
کورته چې راغلم یو بل سره مو ډېرې خبرې کولې او ما به تل د خبرو پر وخت ژړل.
یوه ورځ مې ورته وویل سترګو ته مې وګوره او راته ووایه چې هغې ښځې سره دې جنسي اړيکه نه درلوده. هغه څه چې رښتیا نه و دا پوښتنه مې د ایمیل له لیدو دوه درې اونۍ وروسته وکړه لږ ځنډ وروسته یې وویل جنسي اړیکه مې درلوده او دا اړیکه هم د لنډې مودې لپاره نه د څو اونیو او څو مېاشتو لپاره.
ما داسې یوه نارینه ته کتل چې کلونه کېږي پېژنم یې "څنګه یې وکړای شول دا موضوع له ما پټه کړي؟ څنګه زما پام نشو چې یوه کيسه شته؟"
یوه ورځ دواړه پلي روان وو، ما ورته وویل "باید په هر څه پوه شم احساس کوم لا هم په ټولو خبرو نه پوهیږم. "ګواښ مې وکړ چې ټول بانکي حسابونه او ایمیلونه یې چک کوم ورته مې وویل غواړم په رښتیا پوه شم. "
هغه راوکتل او وویل "ته ډاډه یې چې همدمره به مخ ته ځې؟" یو ځل مې غوښتل ووایم: "نه نو هغه څه چې زه غواړم پرې پوه شم دومره ډېر دي؟" خو و مې نو شوای کړای ورته ووایم.
ویل له بد لمنو ښځو سره اړیکه لري. ډېره موده یې پورن یا لوڅ فلمونه لیدلي، په بهرنیو سفرونو کې ستریپ تیز او سکس کلپونو ته تللی هغو سینماګانو ته تللی چې سکس فلمونه خپروي.
چاته مې څه ونه ویل. یو دوه ملګرې مې متوجه شوې وې چې خبرې مې لږ شوي له ما یې وپوښتل چې هر څه سم دي؟ خو ما تل پلمه کوله چې ستړې یم خوب مې نه دی کړی یا هم مور مې ناروغه ده.
له شوې پېښې شرمېدم. ډارېدلم که خلک پوه شي څه غبرګون به لري. فکر مې کاوه خلک به زموږ د واده په اړه قضاوت کوي او شرموونکی به یې ګڼي دغه راز حس مې کاوه چې خلک به وایي زه د هغه لپاره ښه نه وم ښکلې نه وم سکسي نه وم.
زه داسې یو څوک وم چې تل مې پر خپل نفس باور درلوده. له هغو ښځو نه وم چې هره اونۍ خپل نوکان سموي یا ځان ښکلی کوي متوسط عمر مې درلوده وزن مې هم یو څه ډير و زړېدم مخ مې ګونځې پیدا کړې وې خو فکر مې کاوه دا طبیعي حالت دی شوې پېښې زما باور له منځه یووړ. له ځانه مې پوښتنه کوله زه داسې یو څوک یم چې چاسره جنسي اړیکه ولرم او هغه ترې خوند واخلي؟
هڅه مې وکړه ډېر سينګار وکړم چې ښکلې ښکاره شم موده وروسته مې وزن کم کړ ډېرې جامې مې وپېرلې ژر ژر به سېنګارتون ته تللم ځانته به مې ډېره رسېدم .
له بلوه په دې باوري وم چې مېړه مې اروایي ستونزې لري. زما په نظر هغه ناروغ و او مرستې ته یې اړتیا درلوده او ما باید ورسره مرسته کړې وای.
یوه ورځ روغتون ته لاړو هغوی ویل دا چال چلند او نښې نښانې د دې دي چې دی په سکس روږدی دی، باور مې وکړ. ځان سره مې وویل ډېر ښه. هغه ناروغ دی او ستونزه لري.
غوښتل مې باور وکړم او له دې لارې ځانته ډاډ ورکړم چې :"نه چې داسې پېښې کله راځي."
هغه چې کله یوه ورځ د ارواپوه ډاکټر له کار ځایه راغی ویل یې ډاډه نه دی چې په سکس دې روږدی وي.
کله مو چې له ډاکټرانو سره سلا مشورې پیل کړې هغه څه چې تر دې دمه مې ذهن کې پاتې دا چې مېړه مې ویل وړاندې تر دې چې دغه رښتیا ته پیدا کړې ژوند یې داسې و لکه یو تېاره او پټ تونل کې چې روان وي خو اوس په دې پوه شوی د دې اوږد تونل په پای کې رڼا ښکاري.
په یاد مې ده چې هغه ته مې وویل "نېکمرغه یې چې رڼا دې ومونده خو اوس چې څوک په تيارو کې ژوند کوي زه یم. هر څه تیاره دي فکر کوم په اوږو مې دروند بار دی او چاته یې نشم ویلی او دا عدالت نه دی.
نه غواړم په دې اړه له چاسره وغږېږم، ځکه نه غواړم څوک زما په اړه قضاوت وکړي.
له څو اړخو زموږ د واده اړیکه اوس نوره هم ښه شوې. دا به د هوښیارۍ خبره نه وي خو کله نه چې د واده په تړاو د مشورې هغه مرکز ته تللو د یو بل پر وړاندې ډیر ښکاره غږیږو له احساساتو مو خبرې کو چې هم ښه دي او هم بد.
اوس هم ډېر وخت خفه یم خو ځان سره وایم چې د واده اړیکه او احساسات مو سره شریکوو دا یې ښه اړخ دی.
کولی شم هغه وبښم؟ په د دې په اړه مې له مشوره کوونکو سره خبرې کړي باید ووایم چې نه پوهیږم بخښل یانې څه. فکر نه کوم کومه صدمه یې چې ماته رسولې، ویې بخښم خو غواړم له هغه سره اوسم، مينه لرم پرته له هغه سره ژوند ښه دی. کولی شو دې ته د بخښنې نوم ورکړو؟ زه نه پوهېږم.
په پای کې دا چې له یو بل سره یو، خوښ یو، ښه ملګري یو. زه په هغه مينه یم او هغه هم ماته ډاډ راکړی چې پر ما مین دی.
له یوه څه مې کرکه کېږي هغه دا چې ماشومان مې پر دې قضیې خبر نه شي. هغوی خپل پلار ته ډېر درناوی لري او ټوله کورنۍ یې د پلار ستاینه کوي زما په نظر که تاسې هم زما له مېړه سره وګورئ باور به ونه کړې چې هغه دا کارونه کړي وي.
زه فکر کوم دا به وروستی کس وي کوم احمقانه کارونه یې چې کړي یوه ورځ به یې بیا هم تکراروي.