تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګواردیولا: تر نیمې شپې وړاندې سکس د مسي نه ټپي کېدو راز
د منچسټر سیټي فوټبال لوبډلې اسپانوی روزونکی پېپ ګواردیولا له خپلو لوبغاړو غواړي چې تر نیمې شپې وروسته جنسي اړیکو نه ډډه وکړي.
د منچسټر سیتي د لوبغاړي سمیر نصري په وینا چې اوسمهال په قرضي ډول سویا کې لوبه کوي، ګواردیولا له خپلو لوبغاړو غوښتي ان په هغو شپو کې که په سبا یې لوبه هم ونه لري غوښتي چې دا قانون مراعات کړي ترڅو د شپې ښه خوب وکړای شي.
ګواردېولاهمداراز ویلي؛ دې مسالې مرسته کړي چې د بارسلونا ارجنټاینی لوبغاړی لیونل مسي ټپي نشي.
نصري چې وروستیو ورځو د لېږدونو لړ کې په قرضي ډول سویا ته لېږل شوی یوې فرانسوۍ ټلویزیوني شبکې ته ویلي؛ "هغه غواړي لوبغاړي یې ډنګر او برابر وی.
ګواردیولا پر لوبغاړو ډېر خوراکي توکي منع کوي، خو ترټولو مشهوره خبره یې زموږ د رخصتي تر ورځې وړاندې دا ده چې تر نیمې شپې وروسته سکس ونه کړو. ان دا سپارښتنه یې د هغو شپو لپاره هم ده چې په سبا یې لوبه هم ونه لرو، ځکه چې هغه غواړي لوبغاړي ښه ویده شي."
نصري چې په ۲۰۱۱ کال کې منچسټر سیټي سره یې لوبه پیل کړه همداراز وویل: "ګواردیولا وویل چې دا خبره یې مسي ته کړې او مسي تر هغې وروسته نور د عضلاتي ټپونو سره نه دی مخ شوی."
نصري په دغه موسم کې منچسټر سیټي ته لوبه وکړه او وروسته د اسپانیا لیګ ته لاړ. ګواردیولا تر موسم وړاندې تمرینونو کې د اضافي وزن لرلو له امله نصري ته له نورو اصلي لوبغاړو سره د تمرین اجازه ورنکړه.
دغه فرانسوي لوبغاړي وویل: "ګواردیولا په وار وار ماته وویل چې وضعیت دې ښه نه دی او یو ځل یې آن د بوټ په څوکه ووهلم."
نصري په دغه موسم کې سویا لپاره ۱۰ لوبې کړې دي او درې ګولونه یې وهلي دي.