تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان فوټبال لوبغاړې شاه لیلا احمدزۍ بلوڅ ترافیکي پېښه کې ومړه
د پاکستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې یوه لوبغاړې شاه لیله احمدزۍ بلوڅ ترافیکي پېښه کې مړه شوې.
د شاه لیله ګاډی د کراچۍ دو دریا سیمه کې د چهارشنبې په شپه له ترافیکي پېښې سره مخامخ شوی.
رپوټونو کې ویل شوي، چې د نوموړې مړی به د بلوچستان قلات کې د هغې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي. ۲۰
کلنه شاه لیله د بلوچستان صوبايي لوبډلې او د پاکستان ملي فوټبال لوبډلې له غوره بریدګرو لوبغاړو یوه بلل کېده.
د ځوانانو یوې مجلې سره خبرو کې شاه لیلا ویلي و، چې د ۲۰۰۹ ، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ مو کلونو لپاره د پاکستان غوره فوټبال لوبغاړې جایزه ورکړل شوې وه.
نوموړې اووه کلنۍ کې لوبه پیل کړې وه او د فوټبال نړیوال فدراسیون ( فیفا ) له لوري د کم عمره لوبغاړې جایزه ورکړل شوې وه.
هغه ۲۰۱۴ کال کې اسلام اباد کې د سویلي اسیا فوټبال فدراسیون ښځینه فوټبال سیالیو کې د پاکستان ملي لوبډلې غړې وه.
د شاه لیله خور راحیله زرمین د پاکستان فوټبال لوبډلې اداري مدیره ده او مور یې سناتوره روبینه عرفان یو مهال د پاکستان فوټبال فدراسیون مشره وه او د شاه لیله پلار یو مهال د صوبايي وزیر په توګه دنده ترسره کړې.