د امریکا ټاکنې؛ د ډونلډ ټرمپ مخالف ګوند د ولسي جرګې واک خپل کړ

د امریکا دکانګرس ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې د استازو جرګې ډېری څوکۍ د دېموکراتانو ګټلې او دې سره به سپینه ماڼۍ له دې وروسته د خپلو پروګرامونو پرمخ بېولو کې له خنډونو سره مخ شي.

خو جمهوریپال ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټوېټر کې د خپل ګوند هڅې لوی بری بللی او له رایه ور کوونکو یې مننه کړې ده.

ښايي د ولسمشر ټرمپ اشاره په سنا مجلس کې د خپل ګوند د اکثریت څوکیو لا پیاوړتیا او همدارنګه د ځینې ایالتونو د والیاتو ځینې ټاکنو کې بري ته وي.

په سنا کې ۵۱ څوکۍ جمهوریپالو او ۴۵ څوکۍ ډیموکراټانو ګټلې دي، خو تراوسه ۲ څوکۍ مالومې نه دي.

ولسي جرګه کې ډیموکراټانو ۱۹۳ څوکۍ او جمهوریپالو ۲۲۰ څوکۍ ګټې دي.

د خینو څوکیو پایله لا هم مالومه نه ده.

د رسنیو اټکل

اعلان شویو پایلو ته په پام ډېری امریکايي رسنۍ وايي، چې د مشرانو جرګې ډېری څوکۍ به د جمهوریپالو په لاس کې پاتې شي او په دې جرګه کې به خپل ځواک نور هم پیاوړی کړي.

امریکايي رسنۍ اټکلوي چې ډیموکراټان به د ولسي جرګې کنټرول په لاس کې واخلي.

د سې شنبې ورځې ټاکنو کې د امریکا د استازو جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو ته ټاکنې کېږي.

د مشرانو جرګې یا سنا یو پر درې برخې یا ۳۵ څوکیو لپاره هم ټاکنې روانې دي.

د ډیموکراټانو هڅې

تراوسه د ولسي او مشرانو جرګو واک د جمهوريپالو په لاس کې و.

دوی د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د سپينې ماڼۍ واک هم لري.

دې ډلې مشرانو جرګه کې د یوې بلې څوکۍ په ګټلو سره خپل ځواک زیات کړه.

ډیموکراټانو اوسنیو ټاکنو کې د ۲۳ زیاتو څوکیو ګټلو سره د خپل هېواد د حاکمیت یوه برخه ترلاس کولی شي.

له دې وروسته دوی د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د سپینې ماڼۍ د راتلونکو پلانونو په مخ کې خنډ اچولی شي.

دوی تېر اته کلونه لږکي و او جمهوریپالو د مشرانو او ولسي جرګو ډېری څوکۍ په خپل واک کې درلودې.

دوه مسلمان نوماندان

په دې ټاکنو کې تراوسه سوماليايي توکمه الهان عمر د امریکا مینه سوټا او فلسطیني توکمه رشیده طیب په مشیګان ایالت کې د ډېرو رایو ګټلو سره د امریکا ولسي جرګې ته لار وکړه.

سومالي توکمه کډواله په مینه سوټا ایالت کې پام وړ ډېر دي او اوس واشنګټن کې خپل استازی لرلی شي.

د مشیګان دیربورن ښار کې نیم میلیون مسلمانان اوسي او د امریکا د مسلمانانو پلازمېنه بلل کېږي.