تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اورګاډی د خلکو پر ګڼه ګوڼه ورغلی، لسګونه کسان وژل شوي
د هند پنجاب ایالت کې پولیسو بي بي سي ته ویلي، یو چټک اورګاډی د خلکو پر ګڼه ګوڼه ورغلی، چې له کبله یې نژدې ۶۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي. ویل کېږي خلک د (دوسهرا) په نامه د هندو مذهب مراسمو پر مهال د اورګاډي پر پټلیو ناست و، چې ناڅاپه چټک ګاډی راڅرګند شو او د خلکو منځ ته ورسېد.
پولیس وايي هلته ناستو خلکو ځکه ښايي د اورګاډي ورتګ غږ نه وي اورېدلی، چې دوی د د مذهبي مراسمو بهیر کې د (راوڼ) ګوډاګی سوځاوه او د اور لوبې ننداره یې کوله.
ویل کېږي وژل شویو کې ماشومان هم شامل دی. عیني شاهدان وايي، ډېر وژل شوي کسان د اورګاډي رسېدو پر مهال له مراسمو د ویډیويي کلیپونو په اخیستو بوخت وو.
هغه اور ګاډی چې د خلکو پر ګڼه ختلی له جالندر سیمې امرتسر ته روان وو.
پنجاب اعلی وزیر امریندر سینګ پېښه 'سخته غمیزه ' بللې او په یوه ټویټر پیغام کې یې لیکلي، چې ځايي چارواکي د پېښې ځای ته استول شوي دي.
په ایالت کې رسمي ویر اعلان شوی او د شنبې پر ورځ به پنجاب کې دفترونه او ښوونځي تړلي وي.
داسې اندېښنې شته، چې ښايي مرګ ژوبله ډېره شي. لومړي وزیر نرېندرا مودي یوه ټویټر پیغام کې دا یوه زړه بوږنکونې پېښه بللې.
اعلی وزیر د پوښتنې ګرویږنې امر کړی، چې د راوڼ سوځولو امر چا او کله ورکړی و، ځکه ویل کېږي دغه امر د اطفایې په ګډون د ټولو ځايي ادارو له همغږۍ وروسته ورکول کېږي.