تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برتانیا د ځان وژنې د مخنیوي وزیره ټاکلې
په داسې حال کې چې د برتانیا حکومت د رواني روغتیا د نړیوالې غونډې کوربتوب کوي، ددغه هېواد لومړۍ وزیرې د "ځان وژنې د مخنیوي" وزیره ټاکلې ده.
تېرېزا مې وویل: "دغه نوي مقام ته د روغتیا وزیرې جکي ډویل پرایس غوره کول د ځان وژنې داغ او ننګ ته د پای ټکي اېښودو کې همکاري کولی شي."
په داسې حال کې چې برتانیا کې د ځان وژنې کچه ټیټه شوې ده، خو هر کال شاوخوا ۴۵۰۰ کسان په دې هېواد کې د ځان وژنې له کبله مري.
دا ګومارنه داسې مهال شوې، چې لندن کې د نړۍ له څه باندې ۵۰ هېوادونو وزیران او جګپوړي چارواکي د رواني سلامتیا یوه غونډه کې ګډون کوي.
د برتانیا حکومت ژمنه کړ ده چې د زدکوونکو د رواني روغتیا د ملاتړ او اروزنۍ په ګډون به لا ډېر ګامونه واخلي.
د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې وویل: "موږ دغه شرم او تور داغ له منځه وړلی شو؛ موږ د ځان وژنې غمیزه درولی شو."
پردې سربېره، اغلې مې دا ژمنه هم وکړه چې د "سامریتان" په نومله یوې خیریه مؤسسې سره به ۱٫۸ میلیون پونډه مرسته وکړي چې دغه بنسټ تر راتلونکو څلورو کلونو پورې خپل فعالیتونه جاري وساتلی شي.
خو ځینو نادولتي بنسټونو د ځان وژنې د مخنیوي لپاره د اغلې مې د حکومت پر کړنو نیوکه کړې او وايي حکومت "چې دوه کاله مخکې کومې ژمنې کړې وې، تر اوسه یې عملي کړې نه دي."
نړۍ کې ځان وژنه
- په نړۍ کې هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژني
- د ۱۵ او ۲۹ کلنو ترمنځ ځان وژنه د مړینې تر ټولو لوی لامل ګڼل شوی
- په هرو ۲۰ هغو کسانو کې چې ځان وژنې ته مخه کوي، یو یې په پایله کې ژوند له لاسه ورکوي
- په ۲۰۱۶ کال د ځان وژنې شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په لږ یا متوسط عاید لرونکو هېوادونو کې رامنځ ته شوې دي.