تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بي بي سي موندنه؛ تېر کال هرات کې ۱۴۰۰ ښځو د ځانوژنې هڅه کړې
- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
بي بي سي موندلې په لوېدیځ هرات ولایت کې د هغو کسانو شمېر چې په تېر ۱۳۹۶ کال کې یې د ځان وژنې هڅه کړې د ۱۳۹۵ کال پرتله نژدې دوه برابره ډېر شوی دی.
د هرات روغتون وايي چې تېر کال څه باندې ۱۸۰۰ کسان چې ډېری یې ښځې دي د زهري توکو په خوړلو سره یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.
یوه اتلس کلنه نجلۍ چې په دولس کلنۍ کې کوزدنه شوې وه، د کورنیو ستونزو له کبله یې د موږک دوا خوړلې. د دې په وینا، مېړه او خسرګنۍ یې نه غواړي دا خپل کور ته واده کړي:
"اوه کاله کېږي چې کوزده مې کړې، کوزدن مې له خپلې کورنۍ سره یوځای زما رویبارۍ ته راتله پلارګنۍ مې زه ورکړم او له نکاح وروسته مې کوزدن په ازاده کورته تګ راتګ کاوه او کله چې خپل هدف ته ورسېد وايي نه غواړم له تا سره واده وکړم او د مهر ورکولو پرته طلاق درکوم. شپږ کاله یې ماته هېڅ نه دي راوړي، داسې ګومان به مې کاوه چې ګواکې هېڅ کوزدن نه لرم، نور نه غواړم ژوند وکړم."
دا د زهرجنو توکو د خوړلو تازه پېښه ده. د هرات روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وايي دا ډول پېښې یعنې د زهري توکو په خوړلو سره د ځان وژنې د هڅې څه باندې ۱۸۰۰ پېښې یوازې په تېر ۱۳۹۶ کال کې ثبت شوې چې ۱۴۰۰ یې ښځې او پاتې نور یې نارینه دي.
د هرات روغتون وايي، په ۱۳۹۵ کې څه باندې زر داسې پېښې له دوی سره ثبت شوې وې.
ښاغلی شیرزی زیاتوي، د دوی پر ډېرو غوښتنو سربېره تر اوسه هم په بازارونو کې د زهري توکو او زهرجنو درملو پر ناقونونه پېر او پلور محدودیت نه دی لګول شوی:
"له تېرو کلونو کې راهیسې په درملتونو او نور ځایونو کې هغه داروګان چې په وترنري کې ورنه کار اخیستل کېږي په اسانه موندل کېږي، په ډېرو دوکانونو کې هم دا ډول توکې شته که څوک غواړي چې ځان وژنه وکړي نو په اسانه یې لاس ته راوړلی شي. موږ له تېر کال راهیسې هڅه کوو د اړوند ارګانونو په مرسته د دغه ډول توکو پلورل بند کړو."
په تېر کال کې د چاروکو په وینا، یوازې ۳۵ تنه د زهري توکو په خوړلو یا د ټوپک په وسیله په دې توانېدلی چې خپل ژوند ختم کړي.
د ډاکترانو په وینا، پاتې پېښو کې ډېری یې هغه کسان دي چې په نمایشي ډول د کورنیو فشارونو له کبله ځان ته د پام د وړ اړولو یا د کورنۍ د ګواښلو په موخه زهري توکې خوړلي.
د هرات روغتون د داخلې څانګې ډاکټر محمد نبیل فقیریار وايي؛ په هرو لسو پېښو کې نهه یې داسې يېښې دي چې په ریښتیا د ځان وژنې په موخه نه دي ترسره شوي.
د ښاغلي فقیریار په وینا، اوس دې ډول پېښو د ډېرېدو له کبله پر روغتون هم فشار ډېر شوی او ژر د کوم ناروغ د درمللو پرېکړه نه شي کولی، هغه چې په ناڅاپي ډول ژوبل شوی او د هغه چا چې په قصدي ډول یې د ځان وژنې هڅه کړې:
"موږ وینو چې ناروغان ډېر شوي دا زموږ وخت هم نیسي، د ډاکټرانو وخت پر هغو ناروغانو تېرېږي چې درمل یې خوړلي وي، حال دا چې ډېر نور ناروغان به درملنې ته اړتیا لري، خو موږ هغوی ته نه شو رسېدای ان تر دې چې دلته ځینې داسې کسان هم راځي چې دارو به یې نه وي خوړلي، خو ادعا به یې دا وي چې دوا یې خوړلې."
ښاغلی فقیریا زیاتوي، پر ټولو هغو کسانو باید جرمانه وټاکل شي چې د ځان وژنې په نوم دوا خوري او ژوندي پاتې کېږي:
"دولت باید ځان وژونکو ته ډېرې پیسې د جرمانې په توګه وټاکي، ښايي تر ډېره د ځان وژنو مخنیوی وشي او د جرمانې ټاکلو بله ګټه به دا وي چې راټولې شوې پیسې به د روغتون د اړتیاوو په پوره کولو کې مصرف شي."
د هرات روغتون چارواکي وايي، اوس هم دا لړۍ روانه ده او هره ورځ له ۳ نیولې تر ۵ کسان د ځان وژنې هڅه کوي او روغتون ته وړل کېږي.
ډاکټران وايي دېری خلک په دې نه پوهېږي چې ځان ته د پام اړولو لپاره د زهري توکو خوړل د روغتیا لپاره څومره تلپاتې ناوړه اغېزې لري.
د ملي منظم پلان او ملي تګلارې له مخې باید د ځانوژنې د هڅو عوامل ولټول شي او پروړاندې یې مبارزه وشي.