تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نتن یاهو: ایران تهران کې نوی اټومي پټنځی لري
د اسراییل لومړي وزیر بنیامن نتن یاهو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ ناسته کې د خپلو خبرو ډیره برخه ایران ته ځانګړې کړې وه.
ده پر ایران سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې دغه هېواد د اټومي وسلو تر لاسولو هڅه کوي.
ده د غونډې ګډونوالو ته د تهران نقشه او د دغه ښار په لویدیځ تورقوز اباد سیمه کې د یوې ودانۍ انځور وښوده او ادعا یې وکړه چې دا د ایران د اټومي فعالیتونو یو نوی پټنځی دی.
" زه نن تاسې ته د لومړي ځل لپاره دا ډاګیزوم، چې ایران په پلازمېنه تهران کې د اټومي فعالیتونو یو بل مرکز لري ".
د هغه په خبره، دا د اټومي پروګرام اړوند توکو یو زیرمتون دی چې پکې د ایران د اټومي وسلو د پټ پروګرام وسایل او مواد ساتل کیږي.
نتن یاهو وویل ایراني چارواکو تېره میاشت پنځلس کیلو ګرامه راډیو اکټیف مواد د تهران په څو ځایونو کې ایښي دي.
دا څوم څل دی چې د اسراییل لومړی وزیر د انځورونو په ښودلو سره د ایران د حکومت پرضد ادعاوې کوي.
خو د تېرو ادعاوود ردولو په څېر د ایران د بهرینو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د نوموړي دا ادعا هم " درواغ بې سنجشه او بې منځپانګې " بولي.
ښاغلي قاسمي تهران کې د خبرو پر مهال وویل:
"اټومي وسلو ته د رسیدګي اداره یوازې د اټومۍ انرژۍ نړیوال اژانس دی. دې ادارې دوامدار څار او ريښتیا ازمویلو سره یې خپلو دوولسو رپوټونو کې هر هغه څه ته د ایران ژمنتیا تایید کړې چې تهران په اټومي تړون کې منلي وو".
امریکایان څه وايي؟
په ورته مهال رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو له خولې وايي، چې تهران کې له دغو پتڼځیو خبر دي.
یوه امریکايي چارواکي له نوم پرته ویلي رویټرز ته ویلي چې دا پټنځی د ایران د اټومي پروګرام د اسنادو د ارشیفولو ګودام دی.
یوه بل امریکايي امنیتي چارواکي د ښاغلي نتن یاهو خبرې "تېر اېستونکې" بللې دي.
"ډېر وخت کېږي چې له دې بټیو خبر یو، دا مرکز له ارشیف او کاغذونو ډک دی. سانتریفیجونو کې کارېدونکي المونیمي پیپونه هم پکې ساتل کېږي".
د نتن یاهو دا توروه په داسې مهال دي چې د اټومي انرژۍ نړیوال بنسټ په ځلونو ویلي خپل څارونکي یې هغو ځایونو ته استولي چې اړتیایې وه او ایران د خپل اټومي پروګرام په برخه کې له نړیوالو سره پر کړو ژمنو عمل کړی دی.
خو نوموړي د دې ادارې له مشر یوکیا امانو وغوښتل مخکې له دې چې ایران خپل دغه مرکزونه -چې دی فکر کوي پټې اټومي بټۍ دي- پاک کړي باید پلټونکي ور واستوي.
ایران ته خبرداری
بنیامین نتن یاهو وویل اسرایيل پوهیږي چې ایران څه کوي او چېرته یې کوي او هیڅکله نه پرېږدي ایران هغه هېواد چې د اسرائيل د ویجاړولو خبره په جار کوي اټومي وسله تر لاسه کړي.
د اسراییل لومړي وزیر ایران ته ګواښ وکړ چې اسراییل به د خپل ځان د دفاع لپاره د ایران د دښمنۍ ډک چلن په وړاندې هغه څه کوي چې باید ویې کړي.
"د ایران پرضد به په سوریه کې، عراق ،لبنان او په بل هر ځای کې چې اړتیا وي خپل فعالیت ته دوام ورکړو".
بنیامین نتنیاهو د ایران حکومت د راضي کولو لپاره پر اروپايي مشرانو نیوکه وکړه.
ده وویل د امریکا په ګډون له ایران سره د څو اروپايي هېوادونو د اټومي پروګرام پرسر د تړون یوه ګټه دا ور رسیدلې چې اسراییل له عربي هېوادونو سره نږدې شوی دی.
امریکا له دې تړون وتلې ده او پر ایران یې نوي بندیزونه لګولي، خو اروپايي مشرانو له دغه تړون د وتلو غوښتنې رد کړې دي.