مصری له سعودۍ سره سباناري کې، پایله یې نیول کېدل

یو مصری چې له یوې ښځې سره د سباناري ویدیو یې ټویټر کې ډېره لیدل شوې، سعودي عربستان کې نیول شوی. ځینې رپوټونه وايي، نجلۍ هم نیول شوې ده.
دا دېرش ثانیې وېدیو ده، سړی په مصرۍ لهجه غږېږي، ورسره د ناستې ښځې مخ پټ او په پوره حجاب کې ده. داسې ښکاري چې ښځه د عربستان ده او د کار پر وخت سباناری سره کوي.
د عربستان د قوانینو له مخې، په کاري چاپېریال، رستورانت او کېفې کې مجرد نارینه باید له ښځو او کورنیو جلا کېني. د دوی یو ځای ناسته د قانون خلاف ده.
ښځې د دې اجازه نه لري چې له مجردو نارینه وو سره کېني. که دوی له کوره د باندې وځي باید پلار، مېړه، ورور یا زوی یې ورسره وي.
د سعودي عربستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت چې دا سړی یې بندي کړی، دا ویدیو "بې شرمي" بللې او نيول شوی سړی یې په څو جرمونو تورن کړی.
د وېدیو له خپرېدو سره سم ټویټر کې یو هشټګ د "یوه مصري له سعودۍ سره سباناری وکړ" په عربي ژبه مشهور شو او تقریبا همدا هشټک له دیارلس سوه ډېر ټویټ شوی.
ټویټر کې غبرګنونه بېلابېل وو.
د سعودي ځینو رسنیو ویلي، "امنیتي بنسټونو جده کې هغه نجلۍ نیولې چې د سباناري خوړلو پرمهال له یوه سړي سره لیدل شوې."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښځو په لومړي ځل په عربستان کې د موټر چلولو اجازه موندلې.
د کچ د کښتۍ مسله چې د ښځو له شتونه پرته له کاناډا سره سوداګرېزې اړیکې دروي. په سعودي کې د ښځو د حقونو د څو فعالو نیول.
په دې دیرش ثانې وېدیو کې دا سړی او ښځه له یو بل سره شوخي کوي. خو د وېدیو په پای کې چې ښځه د سړي خوله کې ګوله ورکوي، په ډېرو یې اور بل کړی.
ټویټر کې ډېرو سعودیانو د دوی دا کار غندلی او ځینو نورو نيوکه کړې چې ولې یوازې سړی بندي شوی.
ملک د ټویټر یوه کارونکي لیکلي: "ولې تل یوازې نارینو ته جزا ورکول کېږي؟ زه یوه سعودۍ یم او غواړم دواړه وکړېږي. د کار ځای کې یو ځای خندل، ډوډۍ خوړل، ستاسې حدود چېرې... ؟"
خو مصریانو بل څه ویل. دوی دې ته حیران وو چې ولې یو سړی پر دې بندي شي چې خپلې همکارې سره یې یو ځای سباناری کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو بیا همدا پلمه کړې او محمد بن سلمان اصلاحاتو ته یې اشارې کړې. دوی باور درلود چې د دې سړي نيول د پاچا له اصلاحاتو سره سر نه خوري.
سعودي عربستان د ښځو لپاره سخت قوانین لري.
ښځې د سفر، کار، د ورځنیو اړتیاوو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د خپل مېړه یا د کور د محرم نارینه اجازه باید ولري.
له دې هر څه سره، د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ځینو اصلاحاتو دا سخت قوانین ځای، ځای نرم کړي. لکه د موټر نه چلول، په لوبغالي کې د فوټبال د لوبې لیدل او د ماشوم د سرپرستۍ حق.











