تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاپ فرانسېس: په کلیساو کې د ماشومانو پر جنسي ځورونه شرم احساسوم
د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ دویم فرانسېس په ایرلنډ کې د خبرو پرمهال ويلي، له دې امله د شرم احساس کوي چې کلیسا د مذهبي مشرانو له خوا د ماشومانو په حق کې د کرکې وړ جرمونه شوي دي.
نوموړي له ماشومانو سره د مذهبي مشرانو له خوا د هغو "شرم وړ سرغړونو" کلکه غندنه وکړه چې د ده په وینا، د کلیسا نورو مذهبي مشرانو هم پرې سترګې پټې کړې دي.
نوموړي یوې مذهبي غونډې ته، وویل په ایرلنډ کې د کلیسا د چارواکو له خوا پر ماشومانو جنسي تېري پر وړاندې یوازې دومره کولی شو چې پرې اعتراف وکړو.
د ده په وینا پر ماشومانو د هغه چا له خوا تېري شوي چې د دوی د ساتنې او روزنې مسوولیت یې پر غاړه و او دا پېښې ډېرې غمجنوونکې دي.
له دې وړاندې د ایرلنډ لومړي وزیر د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس هڅولی و چې د هغو مذهبي مشرانو پر وړاندې ګامونه پورته کړي چې پر ماشومانو جنسي تېري کې ښکېل دي.
نوموړي پاپ ته ویلي وو، هغه کسان دې هم همداسې نه پرېږدي چې د ماشومانو د جنسي ځورونې په پېښو یې سترګې پټې کړې دي.
لومړي وزیر وویل په پرونۍ وینا کې وویل د جنیسي تیریو د کیسو په اوریدو له زړونو وینې څاڅي ، او اوس په ایرلنډ ټول خلک پرې خبر دي.
نوموړي له ایرلنډ څخه د لیدنې پرمهال د جنسي تېریو له څو تنو قربانیانو سره هم کتلي دي.
په نړۍ کې په کاتولیک کلیساګانو کې د ماشومانو د جنسي ځورونې او تېریو په اړه تر ټولو وروستی سند د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د سترې محکمې هغه راپور دی چې وايي په کلیسا کې څه باندې ۳۰۰ مذهبي مشران د ماشومانو په جنسي ځورونه تورن دي.
په دې اړ د شوې څېړنې په پایله کې ویل چې په تېرو اویا کلونو کې په پنسلوانیا کې څه باندې ۱۰۰۰ ماشومان له جنسي ځورونې سره مخامخ شوي دي.
راپور کې ښودل شوي چې پر دا ډول تېریو په منظمه توګه سترګې پټې شوې دي.