"طالبانو د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنه منلې"

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

امریکایۍ ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال په یو مطلب کې لیکي طالبانو په مسکو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه په خبرو کې د ګډون له پاره د روسیې بلنه منلې ده.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې مسکو په افغانستان کې د داعش په اړه اندېښنو او د امریکا له خوا د یوې سیاسي حل لارې په موندلو کې پاتې راتګ ته په کتو خپلې هڅې ډېرې کړي چې په افغانستان کې ۱۷ کلنې جګړې په پای ته رسولو کې رغنده رول ولري

پاکستانۍ ايکسپرېس ټرېبیون

پاکستانۍ ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه په یوه شننه کې چې عنوان یې دی ولې په افغانستان کې ترهه نه کمېږي لیکي له ورایه داسې ښکاري چې په افغانستان کې هرڅه د امریکا تر کنترول لاندې دي او اوس امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې هم کوي خو په هېواد کې ترهه دوام لري او هره ورځ یې بیه ولسې افغانان پرې کوي.

ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې امریکا له یوې خوا د طالبانو پرضد پراخ پوځي هوايي بریدونه کوي له بله خوا ورسره د سولې مخامخ خبرې کوي، طالبانو ته یې وړاندیز کړی چې په سیاسي بهیر کې ورګډ شي، پر پاکستان یې فشار ډېر کړی چې د حقاني شبې پرضد ډېر څه وکړي، افغانستان ته یې اضافي پوځیان استولي، افغان ځواکونه روزي او دوی یې ملاتړ کوي، خو بیا هم د سولې په برخه کې لاسته راوړنه نه شته چې له امله یې ترهه هم نه کمېږي.

فارین افیرز خپرونه

"افغانستان کې د امریکا دوامداره جګړه" دا د فارین افیرز په نامه خپرونې د یو مطلب سرلیک دی او لیکي په را روان اکتوبر میاشت کې به په افغانستان کې د امریکا د مداخلې ۱۷ کال پوره شي. خپرونه لیکي دا د امریکا په تاریخ کې د دې هېواد اوږده جګړه ده چې څه باندې دوه زره امریکايي پوځیان پکې وژل شوي او څه باندې شل زره نور ټپیان شوي دي.

فارین افیرز د ملګرو ملتونو رپوټ ته هم اشاره کړې چې وايي یوازې له ۲۰۰۹ کال راپدیخوا نژدي شل زره ملکي افغانان وژل شوي او پنځوس زره نور ټپیان شوي دي.

خپر ونه لیکي امریکا تراوسه ۸۷۷ ملیارده ډالر پر دې جګړې لګولي او په دې وروستیو کې د ولسمشر ټرمپ د ادارې له خوا له طالبانو سره د سولې په تړاو د مخامخ خبرو په برخه کې هڅو ته په کټو داسې برېښې چې د امریکا حکومت غواړي د افغانستان په کړکېچ کې خپله ښکېلتیا کمه کړي.

امریکایۍ ډیپلوماټ خپرونه

د هندوستان له خوا په افغانستان کې لانجمن بندونه تر عنوان لاندې واشنګټن کې چاپیدونکې د ډيپلومات خپرونه په یو مطلب کې لیکي هند په افغانستان کې بندونه جوړوي چې له امله یې له ایران او پاکستان سره ستونزې راولاړېږي.

مجله لیکي په پام کې ده چې هند د ۲۳۶ میلیونو ډالرو په ارزښت د کابل پر سیند د شاتوت بند پروژه په راتلونکو څو اونیو کې پیل کړي او په درېیو کلونو کې یې بشپړه کړي، خو دې کار په پاکستان کې اندېښنې پیدا کړې دي.ډیپلومات لیکي له دې سره به نه یوازې دا چې پاکستان ته له افغانستان نه بهیدونکې اوبه کمې شي ښايي د دواړو هېوادونو اړیکې چې وار دمخه هم چندانې ښې نه دي زیانمنې شي.

ډیپلومات خپرونه د ولسمشر غني د دفتر د یوه چارواکي "خان ولي خان بشرمل" له قوله لیکي چې وايي له دې پروژې سره به نه یوازې افغانانو ته اقتصادي ګټه ورسېږي بلکې د هند او افغانستان اړیکې به هم ورسره لا پیاوړې شي.* 'افغانستان کې د اوبو ١٢ بندونه چې پاکستان یې خطر بولي '