تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'افغانستان کې د اوبو ١٢ بندونه چې پاکستان یې خطر بولي '
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
پاکستانۍ دې نېشن ورځپاڼې "افغانستان کې د اوبو ١٢ نوي بندونه پاکستان ته يو خطر" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې.
ليکوال وايي په ٢٠١٠ م کال کې روښانه شوه چې افغانستان پر کابل سيند ١٢ بندونه جوړوي.
د ليکوال په باور هند نه يوازې په دې چاره کې د افغانستان بشپړ ملاتړ کوي، چې دې کړنې ته يې ان قانع کړى هم دى او د اوبو بندونو جوړول به د پاکستان ضد اقدامونو برخه وي.
ورځپاڼه وايي افغانستان له دغه اعلان وړاندې هم د امريکا په مالي ملاتړ پر کابل سيند د اوبو څو بندونه جوړ کړي و، خو اوس داسې ښکاري چې نړيوال بانک هم چمتو شوې چې د دغو بندونو جوړولو لپاره افغانستان ته اته ميليارډ ډالر برابر کړي.
ليکوال پاکستان لپاره د کابل سيند د اوبو ارزښت ته اشاره کوي او وايي خيبر پښتونخوا کې اتيا سلنه کرکيله د همدې سيند په اوبو خړوبېږي.
د دغو اوبو نه شتون د کرهنې صنعت ويجاړوي او د څښاک د اوبه د کمي لامل گرځي. ورځپاڼه ليکلي هغه څه چې افغانستان له پاکستان سره کوي خطرناک دي.
ليکوال وايي هند سره د اوبو د ويش تړون شته، خو بيا افغانستان سره ان دغه راز يو تړون هم نلرو.
والسټریټ ژورنال
امريکايۍ ورځپاڼې والسټریټ ژورنال افغانستان ته د امريکا بهرنيو چارو وزير پروني سفر ته په اشاره ليکلي چې دا افغانستان ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توگه دا د مايک پمپيو لومړنى سفر و او په داسې يوۀ مهال کې ترسره شو چې امريکا هڅه کوي په دغه هېواد کې د اوربند له اعلانېدو وروسته د سولې خبرو اترو لپاره پيلې شوې هڅې لا گړندۍ شي.
ورځپاڼه وايي د سولې د خبرو اترو د شونتيا په تړاو شته محتاطه خوشبيني د حکومت له يو اړخيز اوربند او بيا د طالبانو له لوري د اوربند له اعلانه سرچينه اخلي چې په ترڅ کې يې طالب وسله والو او حکومتي ځواکونو يو ځاى اختر ولمانځه او يو بل ته غاړې وتل.
د ورځپاڼې په وينا د ښه نيت دغه څرگندونې د سولې د خبرو لپاره هيلې را ټوکولي چې افغان جگړه چې اوسمهال ټپ ولاړ حالت کې ده، يوه سياسي حل لاره ومومي.
ورځپاڼه وايي ښاغلي پمپيو د امريکا د دريځ په تړاو چې طالبان دې مخامخ له افغان حکومت سره خبرې وکړي هم نرمښت وښوده او وې ويل چې امريکا د خبرو اترو لپاره د زمينې برابرولو او په کې گډون لپاره چمتو ده.
هندوستان ټايمز:
د هند د فلمي ستوري 'سنجې دت' پر ژوندانه د جوړ شوي فلم يو لوبغاړي پارېش راول چې په دغه فلم کې يې د سنجيدت د پلار 'سنيل دت' رول لوبولى هندوستان ټايمز ته ويلي د 'سنيل دت' رول لوبولو ته ده د چمتو کېدو دليل يوه خاطره وه چې دى يې له ښاغلي سنيلدت لري.
'پارېش راول' وايي د مې دېرشمه د دۀ د زېږدنې ورځ ده، خو په ٢٠٠٥ م کال د مې پر ٢٥ يې ورته د 'سنيل دت' د مړينې خبر راغى.
ده خپل کور ته ټيليفون وکړ او خپلې مېرمنې ته يې وويل چې 'سنيل دت' مړ شوى او دى يې کورته روان دى، نو مېرمنه يې په حيرانۍ وويل چې نن زموږ کورته د ښاغلي سنيلدت ليک رارسېدلى او وار له مخه يې تا ته ستا د زېږد کليزې مبارکي ويلې.
'پارېش راول' وايي موږ هېڅکله وړاندې يوه بل ته د زېږېدنې ورځې، اختر، نوي کال او يا کوم بل جشن مبارکي نه وه ويلې، نو نه پوهېږم چې ده هغه په زړه کې به څه گرځېدلي وي ماته يې د مبارکۍ دا ليک استولى و او مايې د مړينې پر ورځ تر لاسه کړ.