جان بولټن اسراییل ته تللی چې پر ایران خبرې وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ملي امنیت مشاور جان بولټن تېره ورځ اسراییل ته تللی دی چې د ایران پر اړوند مسلو په ځانګړي ډول په سوریه کې د دغه هېواد د ځواکونو د شتون په اړه له اسراییلي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
ښاغلي بولټن تېره شپه د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ولیدل. تمه ده چې دوی دواړه به نن دوشنبه د اګسټ ۲۰مه له یو بل سره لا ژور بحثونه ولري.
ښاغلي بولټن اسراییل ته تر رسېدو وروسته وویل:
"د اسراییل، امریکا او نړۍ پر وړاندې سترې ننګونې شته چې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام او اټومي وسلې یې په سر کې راځي."
ایران وايي اټومي پروګرام یې سوله ییز دی او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس یې اټومي هوکړې ته ژمنتیا تایید کړې ده.
د یادې هوکړې له مخې، ایران د اټومي پروګرام پر حساسو برخو 'کار' ځنډولی دی.
خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره مۍ میاشت کې له "برجام" څخه ووت او د ایران پر اټومي پروګرام د فشارونو زیاتولو په لټه دی.
ښاغلي نتنیاهو چې د امریکا د ملي مشاور ښه راغلاست ته ورغلی و وویل، دواړه چارواکي به "په سیمه کې د ایران د لاسوهنو او اټومي وسلو ته د ایران پر نه پرېښودو" خبرې اترې وکړي.
ښاغلي بولټن له امریکايي رسنیو سره په مرکه کې ویلي، امریکا، اسراییل او روسیه په ګډه له سوریې د ایراني ځواکونو د وتلو او همدارنګه له د لبنان له حزب الله څخه د تهران د ملاتړ نه کولو غوښتونکي دي.
ښاغلي بولټن همدارنګه وویل، له ایران سره له شوې اټومي هوکړې څخه د امریکا په وتلو، د ایران اقتصاد تر فشار لاندې دی او په سیمه او یمن کې یې د سپاه پاسداران د (قدس) ډلې "یرغلونه" اغېزمن کړي دي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې بشاراسد باید په کور کېنې؟ وویل، په سوریه کې د امریکا هدف له دغه هېواده د ایراني ځواکونو او داعش ډلې ایستل دي.
ښاغلی بولټن به د اسراییل تر سفر وروسته د سویس په جینوا کې له روسي چارواکو سره وګوري او بیا به اوکراین ته لاړ شي.









