تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سویس پولیس: سپیو ته بوټان ور پښو کړئ
د سوېزرلېنډ یا سویس په زیورخ ښار کې پولیسو د سپیو له څېښتنانو غوښتي چې په سخته ګرمۍ کې د خپلو سپیو د پنجو یا پښو خوندي ساتلو لپاره بوټان ور پښو کړي.
د دولتي رسنۍ اېس ار اېف له مخې زیورخ کې پولیسو د هاټ ډاګ یا ګرم سپي کمپاین پیل کړی.
دوی د دې کمپاین له لارې خلکو ته وايي، چې په ګرمه هوا کې د خپلو څلور پښیو ملګرو پښې خوندي وساتي.
د پولیسو په خبره، په دغه موسم کې سپیو ته پر سړک تګ دردوونکی وي.
د سوېس ایفو نیوز وېبپاڼې د رپوټ له مخې اروپا کې د اوسنۍ ګرمې څپې له امله له ۱۸۶۴ کال وروسته په دغه هېواد کې تر ټولو سخته ګرمي راغلې ده.
سویس کې دا مهال تودوخه له ۳۰ سانتي ګراد درجې پورته شوې ده.
د زیورخ پولیسو ویاند مایکل واکر وايي، پر ځمکه ۳۰ درجې ګرمي له ۵۰ تر ۵۵ درجو سره برابره احساسېږي او په دې سبب سپي ډېر له ستونزې سره مخ وي.
"کله چې سپي په ګرم پاخه سړک ځي، نو پښې یې داسې سوځېدلی شي لکه انسان چې پښې لوڅی پر سړک ځي".
د زیورخ پولیس خلکو ته وايي، چې له کور بهر ته د سپیو له بوولو مخکې باید ځان ډاډه کړي چي ګرمي خو ډېره نه ده.
دوی له خلکو دا هم غواړي چې خپل ژوي ګرمو ګاډو کې پرې نه ږدي او دا باوري کړي چې که موټر کې یې پرېږدي، نو ډېر څښوني ورته لري.
پولیسو خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:
بهر ډېره ګرمي نه ده؟ پر هغو سړکونو یا لارو مه ځئ چې ګرمي ډېره ده، خپلو سپیو ته بوټان ور پښو کړئ او کونګري په څنګ کې در سره واخلئ.