تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د سپي ساتل د زړه ناروغیو او مرګ خطر کموي"
سوېډن کې یوه څېړنه ښيي چې د سپي پالونکو کسانو کې د زړه ناروغۍ یا له نورو وجو د مرګ خطر کمېږي.
څېړنډلې د ۴۰ او ۸۰ کلنو ترمنځ کسان غوره کړي او بیا یې له هغو خلکو سره پرتللي چې سپي ساتي.
د څېړنې له مخې سپي لرونکو په تېره د ښکاري نسل سپي پالونکو کې د زړه ناروغیو خطر کم دی.
څېړونکي وايي، د سپي لرلو سره جسماني بوختیا زیاتېږي او ښایي خوځند کسان سپی ساتل خوښوي.
دوی دا هم وايي، چې د سپي ساتلو سره د زړه ناروغیو خطر په دې کمېږي چې په دې سره د خلکو ټولنیز اړیکي او خوشالي زیاتېږي او یا یې مالکانو کې د بکتریا مایکرو بایوم بدلېږي.
مایکرو بایوم د خورا کوچنیو بکتریاوو څپه ده چې معده کې اوسېږي.
داسې ویل کېږي چې سپي د خپلو څېښتنانو مایکرو بایوم ته نفوذ کوي او په دې سره یې مالکان له داسې بکتریاوو سره اړیکه کې کېږي چې له سپیو پرته نشي پیدا کېدلی.
پوهان وايي، کوم خلک چې یواځې اوسي، سپی ورته د ځانګړي ساتونکي رول هم لوبوي.
د څېړنډلې مشره موینیا موبانګا وايي، د سپي څېښتن له پایلو پته ولګېده چې د هغه د مرګ خطر ۳۳ سلنه کمېږي او د زړه دورې خطر یې ۱۱ سلنه کم ښکاري.
له دې مخکې یوه څېړنه کې ویل شوي چې کوم کسان یواځې اوسي، د زړه دورې وېره پکې زیاته وي.
ډکټر موبانګا وايي، ښايي سپي د دې یواځني کس په کور کې د کورنۍ د غړي په څېر رول ولوبوي.
دا څېړنه په "سانټیفیک رپوټ" جریده کې خپره شوې او پکې د ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۲ پورې شمېرې ور کړل شوې دي.
کله چې سوېډن کې څوک روغتون ته ځي، ملي معلوماتو کې یې ریکارډ درج کېږي او د سپي ساتلو درجېدل هم له ۲۰۰۱ کال پکې لازمي شوي دي.
د برېټېش هارټ فاونډېشن کې ډاکتر مایک نیپټن وايي، له دې مخکې هم دا پته لګېدلې وه چې سپی ساتل د زړه ناروغۍ خطر کموي، خو هغه څېړنه دومره پراخه نه وه.
هغه وايي، سپی ساتل ډېرې ګټې لري او اوس یې بله ګټه د زړه د ښې روغتیا ساتل هم دي.