د وینزوېلا ولسمشر د 'بې پیلوټه الوتکې له برید' روغ وتلی
د وینزوېلا چارواکو ویلي، د ولسمشر نیکولاس مادورو د وینا پرمهال بې پیلوټه الوتکې چاودلې، خو ولسمشر ته کوم زیان نه دی اوښتی. د چاودنې پرمهال سرتېري شاوخوا منډې وهي.
د ولسمشر نیکولاس مادورو دا وینا پر تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده.
د وینزوېلا د مخابراتو وزیر ویلي، کومه پېښه چې شوې د ښاغلي مادورو د وژلو یوه هڅه وه. پېښه کې اوه پوځيان ټپیان شوي.
مادورو په یوه پرانیستې سیمه کې د پوځي مراسمو پرمهال وینا کوله، چې ناڅاپه یې اسمان ته وکتل او خبرې یې ګډې وډې شوې.
په یوه وېډیو کې لسګونه پوځيان له منظمو کتارونو وځي او منډې وهي.
په وېډیو کې له هغې سیمې تور لوګی پورته کېږي چې ولسمشر پکې وینا کوله.
د لاتینې امریکا دا هېواد په تېرو څو کلونو کې د سیاسي نارامیو او پراخو اعتراضونو شاهد و.
وینزوېلا کې واک ته د کیڼ اړخو تر رسېدا وروسته امریکا له دغه هېواد سره خپل اړیکي "دښمنانه" کړي او پر کاراکاس یې نور بندیزونه لګولي.

د عکس سرچینه، Reuters
پېښه په وینزوېلا کې د پوځ د تاسیس د یو اتیایمې کلیزې د لمانځنې د مراسمو پرمهال شوې.
د مخابراتو د وزیر "خورخي رودریګیز" په وینا، دوې بې پیلوټه الوتکې، چې له چاودېدونکو توکو ډکې وې، د ولسمشر د وینا مېز ته څېرمه چاودلې دي.
نوموړي د دغه برید مسؤولیت د وینزوېلا پر مخالفو ښي اړخو اچولی.
دی وايي: "چې ټاکنو کې یې ماتې وخوړه، یوځل بیا ناکام شول."
نیکولاس مادورو
- پخوانی بس چلوونکی دی، ۵۵ کلن مادورو د استازیتوب اوږد تاریخ لري
- د ۲۰۱۴ کال د مارچ پر ۵مه د پخواني ولسمشر او د ده د لارښود هوګو چاویز له مړینې وروسته مادورو لنډمهالی ولسمشر شو
- د چاویز د واکمنۍ پرمهال مادورو د بهرنیو چارو وزیر و
- د ۲۰۱۳ کال د اپریل پر ۱۴مه یې، په کم توپیر د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې
- د واکمنۍ پرمهال وینزوېلا له اقتصادي مخ پر ځوړ حالت سره مخامخ شوه او حالات کړکېچن شول
- په تېره مې میاشت کې، مادورو د شپږو کلونو لپاره دویم ځل هم ټاکنې وګټلې









