ترکیې د دوو امریکايي وزیرانو شتمني کنګل کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد یې پر دوو امریکايي وزیرانو بندیزونه لګوي. دا هغو بندیزونو ته غبرګون بلل کېږي، چې امریکا پر ترکي چارواکو لګولي دي.
د ناټو دواړو غړو هېوادونو تر منځ د یوه امریکايي راهب ایندریو برنسن پر سر ناندرۍ راپورته شوې، چې د ترهګرۍ په تور له تېرو دوو کلونو راهیسې ترکیې کې زنداني دی.
ښاغلي اردوغان په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې امر یې کړی، ترکیه کې باید د امریکا عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو شتمنۍ کنګل شي 'که دوی ترکیې کې کومه شتمني لري ' .
د یادوونې ده، چې امریکا کې د وزیر داخله په توګه هېڅوک نه ګومارل کېږي، بلکې جیف سېشنز دا مهال د لوی څارنوال او راین زنکي د کورنیو چارو سکرتر په توګه دنده لري.
اټکل کېږي ترکیې دغه اقدام د امریکا له لوري د ترکیې کورنیو چارو پر وزیر سلیمان سویلو او عدلیې وزیر عبدالحمیدګل د بندیزونو غبرګون کې کړی دی.
د امریکايي بندیزونو له مخې په متحدو ایالتونو کې د دواړو ترکي وزیرانو شتمنۍ کنګل شوې او امریکایانو ته امر شوی، چې سوداګریزه راکړه ورکړه ورسره و نه کړي.
دواړو وزیرانو ویلي، چې امریکا کې کومه شتمني نه لري او داسې ګومان نه کېږي، چې امریکايي وزیران به ترکیې کې کومه شتمني لري.
داسې حالت کې د دواړو لوریو بندیزونه یوازې سمبولیک بلل کېږي. خو ماهرین وايي دغه ترینګلی حالت د ترکیې اقتصاد لپاره خطرناک کېدای شي او که برنسن خوشی نه کړي، ښايي نور بندیزونه هم پرې ولګېږي.
د ترکيې پولي واحد لېرې وار له مخه د ډالر پر وړاندې ارزښت له لاسه ورکړی او د یوه ډالر په مقابل کې پینځه لېرې ورکول کېږي.
اقتصاد پوهان وايي، دا په وروستیو کلونو کې د ډالر پر وړاندې د لېرې تر ټولو ټیټه کچه ده. د نړیوالو مسایلو ماهر انتوني سکنر له اي ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې وویل:
''داسې ښکاري، چې نور بندیزونه هم لګېږي او د دې مخامخ اغېز به پر ترکیې حکومت وي، چې له کبله به یې پر لېره هم اغېز کېږي. ''








