د هند اسام کې د څلور میلیونه کسانو تابعیت وځنډول شو

ر

د عکس سرچینه، .

د هند حکومت د دغه هېواد په اسام صوبه کې د میلیون کسانو هویت وځنډاوه.

دغو وګړو ته دا چانس ور کړل شوی چې د سپټمبر تر ۲۸ خپل هندی وګړتوب زباد کړي.

د اسام مرکز ګواټي کې د وګړ ثبتونې ملي مرکز د وګړو بل او وروستی نوملړ خپور کړی دی.

په دغه نوملړ کې ویل شوي چې د اسام ۳۲ میلیونه او ۹ لکه وګړو د خپل وګړتوب سندونه سپارلي وو، چې پکې د ۲۹ میلیونه او ۹۰۰ زره کسانو سندونه سم وو.

د دې دفتر بیان وايي، چې د څلوېښت لکه یا څلور میلیونه کسانو د وګړتوب سندونه سم نه دي، خو دوی بیا هم د سپټمبر تر اخر د خپل وګړتوب د زبادولو لپاره سندونه جمع کولی شي.

د کورنیو چارو وزارت دغو وګړو ته ویلي چې د وروستۍ پرېکړې پورې د دوی پرضد کوم ګام نه پورته کوي.

حکومت دا ژمنه هم کړې چې د وګړتوب سندونو زبادولو کې به له دوی سره همکاري وکړي او ډېر سرخوږی به ورته جوړ نه کړي.

د بنګالیانو وېره

ر

د عکس سرچینه، SHIB SHANKAR CHATTERJEE

د اسام صوبې د وګړتوب ثبتونې ملي مرکز له دې شمېرو وروسته بنګالي توکمه خلک مایوس شوي دي.

که څه هم دغه مرکز نه دي ویلي چې د اڅلوېښت لکه کسان څوک دي، خو دغه ایالت کې پر بنګالي ژبه غږېدونکي وېرېږي چې دوی د وګړتوب د جنجال ښکار دي.

ډېري دا وګړي وېرېږي چې دوی له وګړتوب بې برخې کېږي.

د اسام په مختلفو سیمو کې ډېر پوځیان ځای په ځای شوي.

سیاسي ډلو هم له خلکو غوښتي چې ګډوډي ته مخه نه کړي.

د اسام په ۳۱ میلیونه ۹ لکه وګړو کې نږدې ۹ میلیونه بنګالي توکمه دي چې مسلمان بنګالي یې اکثریت جوړوي.

دوی له تېرو سلو کلونو راهیسې دلته اباد شوي دي، خو پر هند واکمن بي جي پي او اسام کې ځینې ځایي ګوندونه وايي، چې دلته په لکونو بنګله دېشیان بې قانونه راغلي او استوګن شوي دي.

v

د عکس سرچینه، SHIB SHANKAR CHATTERJEE

اسام کې د بنګالیو کډوالو خلاف څو ځلې هڅې او تاوتریخوالی هم شوی دی.

د وګړو د پوره شمېر معلومولو لپاره د وګړتوب ثبتونې ملي مرکز اوسنۍ هڅه هم د دې کړکېچ تلپاتې اوارولو لپاره ده.

خو لا هم حکومت داسې پالیسي نه لري چې که کوم وګړي له وګړتوب بې برخې کېږي نو څه به ور سره کېږي.

د ګواټي سترې محکمې نامتو وکیل امن ودود په دغه صوبه کې د خلکو وګړتوب ته د شک کتلو چاره ډېره یو لوریزه بولي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ادارې هم تېره میاشت د وګړتوب ثبتونې ملي مرکز په دغه پرېکړه اندېښڼه ښودلې وه.

دوی د هند حکومت ته لیکلي و چې د وګړو نوملړ جوړولو موخه د هندي وګړو شاملول دي، خو ډېر خلک په دې اندېښنه کې دي چې ځايي چارواکي چې دلته ډېري مسلمانان او په تېره بنګالي توکمه خلک نه خوښوي، له وګړتوب بې برخې کولو لپاره یې دا چاره پیل کړې ده.